د امریکا متحدهایالاتونو د پوځ پخواني جنرال او د پوځي چارو شنونکي جېک کېن د مقاومت په نوم د طالبانو له مخالفې جبهې سره د همکارۍ غوښتنه کړې او په وینا یې، د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته دا همکاري د طالبانو رژیم د پرځېدو لامل شوې وه.
دغه پخواني امریکايي جنرال د دوشنبې په ورځ (د غويي لومړۍ نېټه) په افغانستان کې له پولې بهر د ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ په تړاو خبرداری ورکړی او دا یې«بېساری او ډېر جدي» بللی دی.
هغه د امریکا هډسن انسټېټیوټ ته په خپلې وینا کې زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل د ترهګرو ډلو د بیا راپورتهکېدو لامل شوی او د دغه هېواد امنیتي وضعیت ډېر ناوړه شوی دی.
جنرال کېن ټینګار کړی، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو چټک او بشپړ وتل نه یوازې د القاعدې او داعش غوندې وسلهوالو ډلو د بیا راپورتهکېدو لامل شوی، بلکې د متحدهایالاتو څېره یې په نړۍواله کچه د یوه کمزوري ځواک په توګه انځور کړې ده.
هغه وویل: «د پوځ قوماندانان د بایډن ادارې له پرېکړې سره مخالف وو چې له افغانستانه دې بشپړ ووځي، ځکه دوی باور لرلو چې دا کار به القاعده او داعش وسلهوالو ډلو ته د بیا ځواکمنېدو زمینه برابره کړي.»
نوموړي متقاعد جنرال په سوریه او افریقا کې د داعش پر خلاف د امریکایي ځواکونو اوسني حضور ته په اشارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د داعش د ګواښ کچې ته په کتو د دغه هېواد پرېښودل یوه غېرمنطقي پرېکړه وه.
جنرال کېن همداراز د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه جبهه یوه «پیاوړې جبهه» بللې او زیاتوي، چې پخوا یې د سپټمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته له امریکا سره د القاعده پر خلاف جګړه کې همکاري کړې وه.
ده وویل: «امریکا په تېرو لسیزو کې هم د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف جګړه کې د افغان مجاهدینو تر څنګ ولاړه وه.»