اسکندر مومني: تېر کال له یو مېلیون زیات ناقانونه بهرني وګړي خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي، چې د بهرنیو وګړو اېستل د دغه هېواد د خلکو له مهمو غوښتنو څخه دي.
د نوموړي په وینا، په ایران کې د کډوالو حضور له خلکو کاري فرصتونه اخیستې دي.
اسکندر مومني زیاته کړې، تېر کال له یو مېلیون او ۲۰۰ زرو څخه ډېر ناقانونه بهرني وګړي بېرته استول شوي دي.

یاد ایراني چارواکي زیاته کړه، د کډوالۍ د ملي سازمان لایحه تر هغه وروسته چې د حکومت له‌خوا تصویب شوه، ولسي جرګې ته وړاندې شوې ده.
مومني هیله وښوده، چې د دې لایحې تصویب به وکولای شي د ناقانونه بهرنیو وګړو د تنظیم او مدیریت په برخه کې اغېزمن تمام شي.

همدا ډول د تهران د ښوونې او روزنې ریاست رسما اعلان کړی، هغه افغان زده‌کوونکي چې د سرشمېرنې د ثبت اسناد یا "افغانستان ته د ستنېدو" اسناد لري، نور به د ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره په ایراني ښوونځیو کې د داخله اخیستو اجازه ونه لري.

دغه ریاست ویلي، چې ځانګړي اسناد لرونکي افغان زده‌کوونکي به له رسمي زده‌کړو محروم وي.

د تهران د ولسوالیو د ښوونې او روزنې عمومي رییس یوسف بهارلو ښوونځیو ته سختې لارښوونې کړي دي، چې هېڅ یو زده‌کوونکی چې یاد اسناد لري، داخله یې و نه شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د دغو زده‌کوونکو والدین دې مرکزي ښوونې دفترونو ته د مرستې لپاره نه استول کېږي.

اوس‌مهال اټکل کېږي، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغان کډوال په ایران کې د سرشمېرنې د ثبت اسناد لري.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي پخلی کړی، چې له ۶۱۰ زرو زیات کډوال زده‌کوونکي دا مهال په ایراني ښوونځیو کې زده‌کړه کوي، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره یې له ممنوعه ډلې سره تړاو لري.

سره له دې چې کره شمېر نه دی ورکړل شوی، خو راپورونه ښيي چې ګڼو افغان زده‌کوونکو ته لا له وړاندې د داخلې اجازه نه ده ورکړل شوې.

دا پرېکړه د افغان کورنیو لپاره ژوره اندېښنه پیدا کړې، ځکه ډېری دا کورنۍ له افغانستانه ایران ته د خپلو ماشومانو د ښه تعلیمي فرصتونو لپاره تللي دي.

په ایران کې مېشتې افغان کورنۍ په داسې حال کې د خپلو اولادونو د زده کړو په اړه اندېښمن شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز له لګولو څه باندې۱۳۰۰ ورځې تېرې شوې دي.
سربېره پر دې، طالبانو نجونې له پوهنتونونو او ان د طبي زده‌کړو له حق څخه هم محرومې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو