۳۰ کلن برېتانیايي ګرځندوی تویوسي اوسیدین ادعا کړې چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال د وسله والو طالبانو له یوه غړي سره جنسي اړیکه نیولې ده.
هغه د طالبانو له غړي سره د خپلې جنسي تجربې په اړه وویل چې هغه " پوهیده چې څه وکړي."
برېتانیایي تویوسي اوسیدین په دې وروستیو کې له ډیلي میل سره په مرکه کې افغانستان ته د یو بل او زړه راښکونکي سفر یادونه وکړه.
نوموړي په تېرو دوو کلونو کې ۶۹ هېوادونو ته سفرونه کړي، خو دا ځل یې د نړۍ یو له خطرناکو ځایونو څخه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان غوره کړی و.
د هغه ۱۱ ورځنی سفر د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه پیل او له هغه ځایه د افغانستان پولې ته ورسید.
هغه په افغانستان کې له کوچنیو کلیو او لویو بازارونو لیدنه وکړه او حتا د طالبانو له یوه غړي سره یې اړیکې درلودې.
د ډيلي میل په وینا، د طالبانو یوه غړي چې د تویوسي هوټل د امنیتي ساتونکي په توګه یې کار کاوه هغه سره معرفي شو.
تویوسي وویل، «ما له بهر څخه خواړه وغوښتل او هغه [د طالبانو ساتونکي] زما خونې ته راوړل. ما ولیدل چې هغه په هرو پنځو دقیقو کې بیرته راځي ترڅو وګوري چې چارې څنګه پرمخ ځي».
برېتانیايي سیلاني ویلي، « ما له هغه [طالب] څخه وپوښتل چې ایا هغه غواړي چې دننه راشي او فلم وګوري. هغه راغی، موږ یو څه خواړه وخوړل او خبرې مو وکړې. بیا یو داسې پېښ شول چې موږ له هغه وروسته هره ورځ یو بل سره لیدل».
هغه وویل: «ما هڅه وکړه چې محتاط واوسم، زه باید محتاط واوسم.»
هغه ویلي، « موږ ډیرې خبرې نه کولې ځکه چې هغه په انګلیسي خبرې نه کولې او ما په فارسي خبرې نه کولې».
نوموړې وايي چې د طالبانو غړی د هغه د جنسي ملګري په توګه "حساس" و او "پوهېده چې څه وکړي."
هغه ویلي، چې طالبان په مینه او ښکلولو کې ښه دي او د لویدیزې نړۍ په څېر یې اړیکې موقتي نه دي.
دغه جنجالي بریتانیایي سیلاني ډیلي میل ته ویلي، "زه هڅه کوم هر هیواد ته چې ځم، جنسي اړیکه ولرم، په ځانګړي توګه چیرې چې دا منع هم وي."
تویوسي وویل: «دا سفر د سترګو پرانیستلو تجربه وه. ما داسې احساس کاوه چې زه په درېیمه نړۍ کې یم، زه واقعا نشم کولی دا تشریح کړم. هر طرف ته ګڼه ګوڼه وه. درنې وسلې، طالبان هر خوا لیدل کېدل».
اوسیدین ویلي، چې طالبان د افغانستان په هر ګوټ کې ځای پر ځای شوي دي.
نوموړي دغه راز له هېواده د وتلو ستونزو ته هم اشاره وکړه، چې پرله پسې پوښتنې ګروېږنې، د ټوپکو ډزې او د وېزې د چاپ شوې کاپي نه لرلو ستونزې پکې شاملې دي.
اوسیدین څو ځله فکر کړی و چې په افغانستان کې به ژوندی پاتې نشي او دا سفر یې د ژوند پای دی.
اوسیدین پلان لري چې په راتلونکو اونیو کې اوکراین ته په بس کې سفر وکړي او بیا ګرجستان ته خپل سفر ته دوام ورکړي.