د طالبانو دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتون څخه یې لس تنه «مجاهد پېلوټان» فارغ کړي دي.
د طالبانو فارغو شويو پیلوټانو درې کلنې زده کړې په هوايي پوهنتون کې پای ته رسولې، چې شپږ تنه یې د C۲۰۸ او څلور نور دMI ۱۷ الوتکو پیلوټان دي.
طالبانو نن د یکشنبې په ورځ، د غويي پر لومړۍ نېټه، د ددې ډلې تر واک لاندې د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه پیلوټان فارغ کړل.
د دغو پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې، چې د « مجاهدو پیلوټانو» اصطلاح ورته کارول شوې، د یادې ډلې ګڼو کسانو او دفاع وزارت مسوولانو ګډون درلود.
د فراغت دې غونډې ته د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن"منصور" په خپلو خبرو کې وویل: « د دې نظام دفاع او ساتنه پر موږ باندې فرض ده، کوشش وکړئ خپل مسوولیت ته مسوولیت ووایئ».
هغه زیاته کړه، « «د مجاهدينو په تقوا او برکت سره دا فتح راکړل شوه، همداسې به الله تعالی نوره کاميابي هم را په نصیب کړي.»
ددې مراسم په پای کې یادو پیلوټانو ته بری لیکونه ووېشل شول.
د طالبانو دغو فارغو شويو پیلوټانو درې کلنې زده کړې په هوايي پوهنتون کې پای ته رسولې، چې شپږ تنه یې د C۲۰۸ او څلور نور دMI ۱۷ الوتکو پیلوټان دي.
طالبانو تېر کال د ۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۵مه خبر ورکړ، چې د دفاع وزارت هوايي ځواک پوهنتون څخه درې پیلوټان فارغ شول.
سیګار تېر کال یو رپوټ ورکړی و، چې له طالبانو وړاندې په جمهوري نظام کې افغانستان شاوخوا ۶۰۰ پیلوټان لرل خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره زیاتره پیلوټان له هېواده ووتل او محدود شمېر یې په هېواد کې پاتې شول.
د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د شاوخوا څلور څرخکو د لوېدو رپوټونه ورکړل شوي، چې په وروستي ځل د فراه په فیروز کوه کې یوه چورلکه را پرېوته.
د سقوط شویو الوتکو لامل هم د طالبانو په هوايي ځواک کې د کم تجربه او غیر مسلکي کسانو حضور بلل شوی دی.