د کینیا یوې محکمې پرېکړه کړې چې عبدالظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

۱۹ دقيقې مخکې

د پخوانۍ ولسی جرګې غړی ظاهر قدیر د کینیا د پلازمیېنې نایروبي د یوې محکمې د حکم له مخې نیول شوی.

په نایروبي کې یوې محکمې پولیسو ته اجازه ورکړې چې عبد‌الظاهر قدیر په توقیف کې وساتي او امریکا ته د هغه د تسلیمۍ (استرداد) قانوني بهیر پیل شي.

نایروبي ټایمز وايي، چې عبدالظاهر قدیر د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه منلې ده.

څارنوال ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د امریکا د فدرالي محکمې له خوا د عبد‌الظاهر قدیر د نیولو امر صادر شوی و.

د پلټنو افسر سرجنټ جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) د مخدره موادو ضد څانګې سره تړاو لري، محکمې ته ویلي چې د متحده ایالتونو د نشه يي توکو ضد ادارې (DEA) ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د امریکا د نیویارک ایالت په یوه سویلي محکمه کې د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.

د پلټونکو د معلوماتو له مخې، عبد‌الظاهر قدیر د امریکا متحده ایالاتو د مخدره موادو د وارداتو یا صادراتو د توطیې (سازش) ضد قانون د ۹۶۳/۲۱ مادې له مخې د نشه يي توکو «د وارداتو»او وسلو لرلو په تورونو کې واشنګټن ته مطلوب دی.

د دغه قانون له مخې، څوک چې د داسې جرم د ترسره کولو لپاره (توطیه) وکړي، چې د مخدره موادو غیرقانوني واردات لکه هیرویین، کوکایین، چرس او یا ورته نور توکي پکې شامل وي، نیول کېدای شي.

رپوټ وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.

محکمې ته وویل شول چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۵مه، د ورکړل شویو معلوماتو او شرایطو پر بنسټ، څارنوالۍ د تسلیمۍ د بهیر د پیل لپاره رسمي اجازه صادره کړې ده.

محکمې ته ویل شوي، « موجود معلومات او شرایط د امریکا فدرالي محکمې د نیولو د حکم پلي کولو او د عبد‌الظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ لپاره کافي دي، څو هغه له تورونو سره مخ شي».

همداراز، څارنوال وویل چې عبد‌الظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۴مه د قطر هوايي لیکې له لارې له کابل څخه نایروبي ته راغلی.

پلټونکي افسر زیاته کړې چې قدیر دایمي استوګنځای نه لري او د تېښتې خطر یې ډېر جدي دی.

همداراز ویل شوي چې ظاهر قدیر ممکن نه یوازې افغانستان ته، بلکې یوه داسې هېواد ته ولاړ شي چې له امریکا سره د تسلیمۍ تړون نه لري، چې دا به یې د بېرته راوستلو هڅې شنډې کړي.

محکمې ته دا هم ویل شوي چې که عبد‌الظاهر خوشی شي، دا به نه یوازې د هغه د تسلیمۍ بهیر ته زیان ورسوي، بلکې د هغه د همکارانو د موندلو هڅې به هم له خنډ سره مخ کړي، چې لا هم پټ دي.

په رپوټ کې راغلي، چې د عدالت، او د کینیا د نړیوالو ژمنو د بشپړتیا په خاطر، دا مهمه ده چې محکمه د امریکا د نیولو امر ومني او د عبد‌الظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ امر صادر کړي چې په محکمه کې له تورونو سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو