لسیزو جګړو افغانستان " په چاپیریالي دوزخ" بدل کړی دی

۶ ساعتونه مخکې

له څلورو لسیزو زیاتې جګړې، تاوتریخوالي او د چاپېریال مسلو ته په پراخه کچه نه پاملرنې افغانستان په یوه ککړه، وچه او د نه اوسېدو ځمکه بدل کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنیټ د جګړې له امله د چاپیریال ویجاړتیا د بشري حقونو بحران وباله او د جګړې له امله د اوښتو زیانونو حساب ورکولو او جبران کولو غوښتنه یې وکړه.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه بحران باید د نړیوال لومړیتوب په توګه حل شي.

د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې د ښځو او ماشومانو ژوند د نورو ډلو په پرتله له خطر سره مخ کړی دی.

ماشومان په هغو کروندو کې لوبې کوي چې د جګړې له پاتې شونو ککړې دي او بزګران په ناپوهۍ سره په ککړه خاوره کې کرنه او کار کوي.

په ۲۰۱۷ کې په ننګرهار کې د متحده ایالاتو د اردو لخوا د "بمونو مور" په څیر د وسلو کارولو د خاورې ککړتیا او د حیاتي تنوع د ضایع کیدو په اړه اندیښنې راپورته کړې.

د زیربناوو ویجاړول لکه پلونه، سړکونه او د اوبو لګولو کانالونو هم په داسې یو هیواد کې د خوړو د خوندیتوب بحران لا پسې زیات کړی چې له ۷۰ سلنې زیاتو وګړو یې پر کرنه تکیه کوله.

په همدې ۲۰۱۷ کې ځینو راپورونو ښودلې وه، چې افغان وګړي زهري ککړتیا د طالبانو په پرتله لوی ګواښ ګڼي.
هارون رحیمي، په سویډن کې د راول والنبرګ انسټیټیوټ کې افغان څېړونکی، ریچارډ بېنیټ او مارکوس اوریلانا، د بشري حقونو او زهرجنو موادو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور سره یوځای یو راپور چمتو کوي، چې په افغانستان کې د نظامي مداخلو د چاپیریالي اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د افغانستان د چاپېریال د بحران ریښې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي تر یرغل مخکې زمانې ته رسېږي او د استعماري مداخلو او د سړې جګړې پر مهال دغه هېواد ته زیانونه اوښتي دي.

د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې شاوخوا ۴.۳ میلیونه افغانان د جګړې له امله پاکستان او ایران ته کډه شول، کلي او حاصلخیزې ځمکې یې پرېښودې. دا پراخه بې ځایه کیدل د ځمکې کارولو نمونې ګډوډې کړې او د کوربه سیمو سرچینو باندې یې لوی فشار راوړی دی.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د مجاهدینو تر منځ داخلي شخړو په ځانګړې توګه په کابل کې ښاري زیربناوې ویجاړې کړې او په شاوخوا ولایتونو کې ځنګلونه د سونګ توکو د برابرولو لپاره په پراخه کچه پرې شول. د اوبولګولو سیسټمونه هم د نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شول.

د افغانستان ځنګلونه د تېرو څو لسیزو د جګړو بل قرباني دي.

په ۱۹۷۰ کلونو کې، افغانستان پراخ ځنګلونه درلودل، مګر نن ورځ یوازې دوه سلنه ځنګلونه پاتې دي. د سونګ توکو اړتیا او پرله پسې جنګونه د دې لامل شوي چې د ځایی ټولنو لخوا بې توپیره شوي.

په ټولیز ډول، په افغانستان کې جګړه او د چاپېریال ویجاړتیا اوس داسې یوې مرحلې ته رسېدلې ده، چې د راتلونکو نسلونو بقا او بشري امنیت په جدي توګه ګواښي.

دا بحران د نړیوالې ټولنې سمدستي پاملرنې او د ویجاړونکو اغېزو د کمولو لپاره جدي ګامونو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اوبو بحران یوازې د اوبو د سرچینو په کموالي پورې محدود نه دی، بلکې د اوبو پراخه ککړتیا هم یو جدي بحران ګرځېدلی دی.

بمباریو او په صنعتي پیمانه نظامي عملیاتو کې خطرناک کیمیاوي مواد په سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو سره یوځای شوي دي.
نوي راپورونه ښیي چې طالبانو په خپلو ځانمرګو بریدونو کې زهرجن کیمیاوي مواد کارولي، چې د اوبو او خاورې ککړتیا یې لا پسې زیاته کړې ده.
په ښاري سیمو کې، د حفظ الصحې سیسټمونو سقوط، اوبو د ککړتیا او له اوبو د ناروغیو د خپریدو لامل شوی.

د هوا ککړتیا هم په یو بل بحران بدله شوې چې جګړې پکې مستقیم رول لوبولی دی.

د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو د شتون په جریان کې د کثافاتو د سوځولو کندې پراخه کارول زهرجن ګازونه هوا ته خپروي چې د تنفسي ناروغیو او د سرطان کچه لوړوي.

ښځې او ماشومان د نورو ډلو په پرتله له دې ګواښونو سره مخ دي.
د یونیسف د راپور له مخې، د تېر کال په لومړیو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې وې، چې ډېری یې د هوا ککړتیا له امله وې او دې کې له ۶۲ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې وې.

د جګړې تر ټولو خطرناکو چاپیریالي پایلو کې د خاورې پراخه ککړتیا ده.

د بېلګې په توګه، د بلوچستان په سیمه کې، چې د هلمند او کندهار ولایتونو ته څېرمه موقعیت لري، د پاکستان اټومي ازموینې د خاورې د سخت ککړتیا او له افغان پولې سره نژدې سیمو کې د سرطان د پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي.

همدارنګه، په توغندیزو بریدونو کې د تخریب شوي یورانیم کارول د راډیو اکټیو کثافاتو څخه پاتې دي، چې د خاورې او اوبو سرچینو ته رسیدلي دي.

کروندګر په ناپوهۍ سره په ککړه خاوره کې کښت کوي، او ماشومان په هغو سیمو کې لوبې کوي چې د تیرو جګړو په زهرجنو پاتې شونو ککړې دي.
سربیره پردې، ځمکني ماینونه او له جګړې د پاتې نورو چاودیدونکو توکو لږ تر لږه ۷۲۴ میلیونه مربع متره افغان خاوره ککړه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې یوازې دوه ښارونه په بشپړه توګه له ماینونو پاک شوي دي.

نور خبرونه

رادیو