په روسیه کې د « طالبان ټور» په نامه د یوه سیاحتي شرکت د ثبتولو چارې روانې دي، چې له روسیې نه افغانستان ته خلک په سیاحتي سفرونو ولیږي.
دغه شرکت داسې مهال ثبتیږي، چې د روسیې سترې محکمې تازه د مسکو له تور نوملړه په موقت ډول د طالبانو د نوم اېستلو سپارښتنه کړې ده.
د روسیې ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې سوداګر اناتولي ارونوف له دې پرېکړې وروسته ددغه هېواد شرکتونو د ثبت ادارې ته د خپلې سوداګریزې نښې او نوم ثبتونې لپاره وړاندیز کړی دی.
د «طالبان ټور» په نامه دغه شرکت پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې کوچنۍ ډلې افغانستان ته واستوي. سیلانیان افغانستان ته تر تګ وړاندې له افغان کلتور سره د اشنايي زده کړې ترلاسه کوي.
ارونوف ویلي چې اووه ورځنی سفر به شاوخوا ۱۰۰ زره روبله لګښت ولري. هغه باور لري چې دا وړاندیز به په ځانګړې توګه هغو روسانو ته جذاب وي چې د شوروي-افغان جګړې برخه پاتې شوي، ځکه غواړي پخواني ځایونه وګوري.
هغه همداراز ویلي: « طالبان به هم علاقمند وي، حتا ممکن پیسې هم ورکړي، ځکه لویدیزوال نه ورځي، خو روسان له دې ځایه خاطرې لري».
ارونوف خبرداری ورکړی چې ښځو ته دا سفر مناسب نه دی، ځکه طالبانو پرې سخت محدودیتونه وضع کړي.
د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۷مه، د ددغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او د طالبانو پر فعالیتونو لګیدلی بندیز یې وځنډاوه. دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا شوې او د سملاسي پلیتابه یادونه یې شوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو غواړي د ترهګرۍ ضد جګړې په ګډون له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیز ګټور روابط جوړ کړي.
روسۍ رسنۍ وايي، ارونوف پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې ډلې کندهار ولایت ته واستوي.
طالبانو له۲۰۲۲ کال راهیسې له کندهاره روسیې ته د انارو صادرات پیل کړي چې د روسي رسنیو په وینا، دا کار له۳۰ کلونو وروسته کیږي.
له دې وړاندې هم له افغانستان څخه روسیې ته د مالونو د صادراتو زیاتوالی لیدل شوی، چې انار، ممیز، لاسي غالۍ، پنبې، وړۍ او ان مشروبات، لکه کولا پکې شامل دي.