د پاکستان د ځوانانو د سکواش لوبغاړو په ملبورن کې د استرالیا د ځوانانو سکواش اتلولۍ کې څلور د سرو او یو د سپینو زرو مډال وګاټه.
په دې سياليو کې د پاکستان دوو نجونو او دوو هلکانو اتلولۍ په خپل نوم کړې.
په دې سياليو کې د پاکستان د هلکانو ۱۷ کلن لوبغاړي اذان علي خان هينري کراس ته درې د صفر په مقابل او ۱۱ کلن لوبغاړي احمدعلي ناز فريډي ګولډسمت ته ماتې ورکړه او اتلولۍ یې وګټلې.
په دې سیاليو کې د پاکستان د نجونو ۱۷کلنې لوبغاړې مهوش علي په پایلوبه کې اېډن الما پولوا ماته کړه.
پر همدې مهال د هغې خور مهنور علي بیا د ۱۳ کلنو لوبغاړو په کتار کې ریوکاواباتا ته ماتې ورکړه او دواړو لومړۍ مقامونه خپل کړه.
د ځوانانو د سکواش په دې سياليو کې له ۱۱ کلنو څخه تر ۱۹ کلنو هلکان او نجونې برخه لري.