په امریکا کې د کډوالو لنډمهالي پروګرام له مخې مېشت افغانان د نیولو له ګواښ سره مخ دي

۱۸ ساعتونه مخکې

په متحده ایالاتو کې مېشت هغه افغانان چې د کډوالو د لنډمهالي پروګرام له مخې ځای پر ځای شوي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت له‌خوا د (ټي پي ایس) پروګرام د لغوه کېدو له امله له بې برخلیکۍ سره مخ شوي دي. همداراز، په ځینو سیمو کې د افغانانو نیول هم پیل شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو حکومت له ۱۴ زره افغان پناه‌غوښتونکو څخه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته ورغلي، د ایمیل له لارې غوښتي، چې په یوه اونۍ کې باید له امریکا ووځي.

له دغه خبر وروسته په افغانستان کې د ۰۳ ځانګړې قطعې ژباړونکی حمیدالله سادات په خپله فېسبوک پاڼه په یو ویډيوي پېغام کې وایي، چې د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې پولیس (ایس) یې نیولو پسې راغلې.

دغه ژباړونکی چې اصلي نوم یې حمیدالله سادات دی او په ویډيو کې یې مخ پټي امنیتي کسان هم ښکاري وایي: «زما نوم مکس دی، زه قانوني سټيټس هم لرم، اسایلم هم راته راغلی، اپروول هم لرم، دوی غواړي ما ونیسي او په ناقانونه توګه مې بندي کړي، زه د ۰۳ قطعې ترجمان پاتې شوی یم، د ایډي نمبر مې ۶۲۴۰ دی او ګلهما کې اوسېږم، لیکن اوس ورځ مشاورین هیڅ نشته چې دوی ته ووایي چې تاسو ولې هغه سربازان زوروۍ کم چې په کلونو تاسو سره ولاړ وو او قربانیانې یې ورکړي.»

نوموړی په دغه ویډيوي پېغام کې په خپلو همکارانو د مرستې غږ کوي او وایي:« زموږ د هر یو سرنوشت دادی، که تاسو زما غږ اورئ تاسو ټول باید د یو سرباز له‌پاره راجګ شئ او پوښتنه یې باید وکړئ، چې د یو ترجمان دا حالت وي نو د سربازانو به څه حال وي؟ نن دا په ما ده او بله ورځ په تاسو ده.»

د متحده‌ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې لخوا دغې پرېکړې نږدې۱۴ زره افغان کډوال د بېرته اېستلو له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا په کالفرونیا ایالت کې یو بل افغان چې نغواړي نوم یې واخیستل شي په ۲۰۲۱ کال اګست کې دغه هېواد ته تللی، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «د ټرمپ د اوه ورځو حکم په امریکا کې ټول افغانان نا ارامه کړي دي، هېڅ معلومات نه کیږي چې سرنوشت مو چیرته دی، ځينې افغانانو خو اراده کړې چې ګاونډيو هېوادنو ته ورشي، کاناډا ته به ډېر افغانان واوړي، خو که دا خلک بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي نو نه پوهیږم چې څه به ورسره وشي.»

نوموړي وویل چې د ټرمپ حکومت دا پرېکړه به زیات شمېر افغانان کاناډا ته په ورتلو او په دغه هېواد کې د کډوالۍ پروګرام کې د ځانونو په ثبت کولو مجبوره کړي.

په ۲۰۲۱ اګست کې د جوبایډن د حکومت پر مهال امریکایي ځواکونه په بېړه له افغانستان نه ووتل او طالبانو د دویم ځل له‌پاره په دغه هېواد کې واک ترلاسه کړ.

د امریکا بېړني وتلو او د طالبانو راتګ لسګونه زره افغانان اړ کړل چې د امریکایي ځواکونو په مرسته متحده ایالاتو ته کډوال شي، په دغه افغانانو کې د(SIV,P2,P1) پروګرامونو ترڅنګ زیات شمېر یې داسې هم وو چې په دغه پروګرامونو کې نه دي تللي، دغه افغانان چې نږدې ۱۴ زره کسان دي اوس مهال د متحده ایالاتو له‌خوا د جبري بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو