د قزاقستان د اقتصاد وزیر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي

۲۱ ساعتونه مخکې

ټاکل شوې چې د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک زومانګارین په مشرۍ یو پلاوی راتلونکې اونۍ طالب چارواکو سره د لیدنې په موخه کابل ته سفر وکړي. ددغه سفر په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي.

د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سیریک زومانګارین به په خپل سفره کې د طالب چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ په افغانستان کې د قزاقستان د توکو د نندارتون پرانسته هم وکړي.

قزاقستان نن ( جمعه) افغانستان ته په بشري مرستو بار څلوېښت رېل ګاډي مرستې استولي، چې نږدې دوه زره ټنه مواد پکې بار وو.

په دغه مرستو کې خوراکي توکي، درمل او د اړتيا وړ توکي لکه خېمې، کمپلې، د پخلي غوړي، اوړه او حبوبات شامل وو.

راپورنه زیاتوي، چې قزاقستان افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د طبي توکو او درملو یو الوتکه چمتو کړې چې ژر به افغانستان ته راشي.

قزاقستاني چارواکو ویلي، دا هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره دوستۍ او له افغانانو سره د قزاقستان د ملاتړ څرګندونه کوي.

د مرستو د کڅوړې ټول ارزښت نه دی په ډاګه شوی.

افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ستنول پېل شوي، د طالبانو حکومت په نړۍوالو سازمانونو او هېوادنو غږ کړی چې له دوی سره د کډوالو په برخه کې مرستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو