په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د ځینو مشرانو او د پاکستان د مهمو چارواکو څرګندونو ته که نظر واچول شي، د پاکستان او طالبانو تر منځ زرګري ناندرې روانې دي. د دوی تر منځ اړیکې کله ښې او کله خرابې ښکاري.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې ایا د طالبانو له ټولو خواوو سره د پاکستان اړیکې په ستراتیژيکه توګه په ریښتیا هم خرابې شوي او یا د دوی اختلاف تکتیکي بڼه لري؟
د دې ترڅنګ په تېرو دوو کلونو کې پاکستان د جهادي ډلو پخوانیو مشرانو او د دوی د دویم نسل لوبغاړو سره چې د طالبانو په ضد سیاسي، مدني او یا مسلحانه فعالیت کوي، پخوانې اړیکې لا نورې هم تقویه کړي او د دې حلقو ځینې کسان یې پاکستان ته په پټه او ښکاره بللي دي. د پاکستان استخباراتو، د دوی سره په ترکیه او دوبۍ کې هم غونډې کړې دي. دلته پر دې بحث نه کوو چې همدې ډلو او افرادو به د جمهوریت په وخت کې چیغې وهلې چې طالبان پاکستانیان دي او اکثره پښتانه مشران یې له پاکستان سره د اړیکو پر لرلو تورنول، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا په ډاګه شوه چې هماغه کسانو چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد ډېرې چیغې وهلې، هغوی د پاکستان اصلي پرزې وې چې د جمهوریت په داخل کې یې د دغه نظام پر ضد او د پاکستان په ګټه فعالیتونه کول.
د داود خان د جمهوریت له دورې نه راېدیخوا، پاکستان تل کوښښ کړی چې په افغانستان کې بېلابېلې ډلې تقویه کړي. همداراز، د دغو ډلو د کنټرول لپاره یې هرې ډلې ته بله متضاده ډله په دې خاطر تقویه کوله چې که یوه ډله د پاکستان د اهدافو او قومندې نه سرغړونه وکړي، نو بله ډله باید په خپل لاس کې ولري تر څو د هغوی د سرغړونې مخه ونیسي. د بېلګې په توګه د مجاهدینو په منځ کې یې پاکستان ته نږدې او لرې ډلې او قوماندانان درلودل. دطالبانو په منځ کې هم خپل کسان او ګروپونه لري. د طالبانو په مخالفو ډلو او ګروپونو کې هم خپل کسان لري. پاکستان بېلابېلو ډلو ته دانه په دې خاطر ورکوي چې دوی کنټرول او د اړتیا په صورت کې ترې کار واخلي. دا چې د همدې ډلو څومره مشران او وفاداره غړي پاکستان ووژل، بندیان او بېعزته یې کړل، خو بیا هم دا ډلې او د دوی مشران د تېر تاریخ نه د عبرت درس نه اخلي او اوس هم د پاکستان نوکرې ته په اډه کې ولاړ دي. مهم پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان اوس هم د افغانستان په مسله کې د پخوا په شان پرېکنډه رول لری که نه؟
د سړې جګړې په دوران کې د امریکا متحدهایالاتو او پاکستان اړیکې په ستراتیژيکي توګه ښې وې ځکه لوېديځ غوښتل چې د شوروي اتحاد پر وړاندې یو کلک کمربند جوړ کړي تر څو د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ مخه په منځني ختیځ او سوېلي اسیا کې ونیسي. شوروي اتحاد په سوېل او سوېل لوېدیځ کې ترکیه، ایران، پاکستان اوعراق تر منځ د سینتو تړون جوړ کړ چې انګلستان د دغه ټړون غړی و، خو د امریکا متحده ایالات یې همکار غړی و. له چین سره هم هغه وخت د امریکا متحدهایالاتو اړیکې د پینګ پانګ ډېپلوماسۍ په ذریعه ښه شوې وې تر څو د شوروي اتحاد مخه ونیسي.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل او نفوذ پر وړاندې چې کله د مجاهدنیو ډلې تقویه شولې، چین، لویدېځو هېوادونو د امریکا د متحدهایالاتو په مشرښ او همداشان مهم عربي هېوادونه لکه سعودي عربستان او مصر، د مجاهدینو ډلو تر شا ودرېدل او د شوروي اتحاد پر وړاندې یې د ماشي عملیات(Operation Mosquito) پیل کړل. ماشی چې چیچل وکړي بیا یې ځای نه معلومېږي او الوځي، نو ځکه یې ګوریلایي جګړو ته د ماشي د عملیاتو نوم ورکړې و.
مجاهدینو ته په لومړي سر کې له مصر څخه روسي کلاشینکوفونه او راکټ لینچرې ورکول کېدلې ځکه لوېدیځ نه غوښتل چې خپله سلا په دې جګړه کې وکاروي او د کابل حکومت او شورویانو ته د افغانستان په جګړه کې د مداخلې ثبوت په لاس ورکړي. لوېدیځوالو داسې وانمود کوله چې مجاهدینو اکثره دا سلاوې په جګړه کې د کابل د حکومت او شوروي اتحاد د پوځیانو نه نیولې دي. د لوېدبځ میډیا به هم ویل چې مجاهدین د غنمیت په وسلو جګړه کوي.
د پاکستان حکومت یوه برخه له دې وسلو څخه د ځان لپاره بېلوله ترڅو خپل پولیس او پوځ پرې مسلح کړي او په بدل کې یې د هغوی زاړه ټوپکونه لکه سر پوښ (303) او امریکايي غیر اتومات ۱۰ ډزي ټوپکونه مجاهدینو ته ورکول. وروسته چین هم چینایي کلاشینکوفونه، اتومات لس ډزي او سکر بیست مزایل مجاهدینو ته ورکول. په اخره کې ستنګر او بلو پایپ مزایل هم مجاهدینو ته ورکړل شول. څومره چې شوروي اتحاد د پرمخ تللو سلاګانو لکه ګن شپیپ هلیکوپترونو، سکاډ او لونا مزایلو، کلاکوف او نوره پرمخ تللې وسله په تدریجي توګه زیاتوله، هماغسي مجاهدینو ته هم د پرمختللو وسلو اکمال ډېرېده تر څو په افغانستان کې د جګړې تعادل او دوام وساتي. لوېدیځ په دې پوهېده چې په اوږدمهال کې د افغانستان جګړه پخواني شوروي اتحاد ته په لوړه بیه تمامېږي او ماتې خوري.
دا چې پاکستان همیشه دوه مخی سیاست لوبولی یا Double Game پالیسي مخې ته وړه، چې هم یې د لوېدیځ، چین او عربو مرستې تر لاسه کولې، خو له بله اړخه یې پاکستان افراطي ډلې هم تقویه کولې او بیا یې دا ډلې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره په سیمه او نړۍ کې کارولې تر څو له هرې خوا نه امتیاز واخلي. پاکستان بالاخره د نړۍ د ترهګرۍ په ځاله بدل شو او د بېلابېلو ملکونو د افراطي ډلو مرکزونه په پاکستان کې و. د پاکستان د دغه پالیسې له امله، د لوېدیځ په ګډون، عرب او چین هم پر خپل ځان بې بېباور کړل او د پاکستان له ستراتیژيکې ملګرتیا نه اکثره هېوادونه په شا شول.
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، هغه وخت پاکستان بیا هم دوه مخې سیاست پيل کړ. له یوه اړخه یې د امریکا او ناټو سره ملګرتیا او همکاري کوله، خو له بله اړخه یې پاکستان بیا د طالبانو ملاتړ هم کاوه چې امریکایي لیکوال، Steve Coll په خپل کتاب، Directorate Sکې په دې اړه پوره معلومات ورکړي. پاکستان امریکا او ناټو قواوې ته هوایي هډې په خدمت کې ورکړې وې او هم یې د کراچۍ له لارې د ناټو د اکمالاتو لپاره زمینه مساعده کړې وه. په دې توګه، پاکستان په مېلیاردونو ډالره تر لاسه کړل.
د وخت په تېرېدو سره د امریکا اړیکې له پاکستان سره له ستراتیژيکې ملګرتیا څخه په راکړه ورکړه، Transaction Relationship بدل شو. د راکړې ورکړې اړیکې لکه مزدوري داسې ده چې د پيسو په بدل کې د امریکا لپاره یو کار تر سره کاوه او هغوی به ورته یو څه پیسې ورکولې. پاکستان لکه د پخوا په شان د امریکا ستراتیژيک پارټنر یا ملګری پاتې نه شو چې د افغانستان د جوړېدو او ورانېدو د هرې پروژې نه په مېلیاردونو ډالره تر لاسه کړي دي.
د مزدورۍ په ګټه پاکستان نه شي کولای خپل اقتصاد او پوځ د پخوا په شان تقویه او نور مصارف پرې کړي. همدا علت دی چې د پاکستان پورونه د ۲۰۲۴ز کال د جون په میاشت کې ۲۴۵ میلیارده ډالرو ته ورسیدل او د پاکستان ریزرف تقریبا درې میلیارده ډالرو ته راټیټ شو حال دا چې د پاکستان نفوس د افغانستان شپږ چنده دی خو د افغانستان ریزرف اوه میلیارده ډالره و. د پاکستان دا قرض هره میاشت زیاتېږي ځکه د دوی لګښتونه ډېرېږي او عاید کمېږي.
له همدې کبله پاکستان په اوسني وخت کې دسخت امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او پاکستان د ډېرو کلونو راپدېخوا نور د هند سال هېواد نه دی او نه هند پاکستان ته د خپل سیال په سترګه ګوري، خو هند یوازې غواړي چې پاکستان له شر څخه ځان لرېياو پاکستان په افغانستان کې لګښتونه وساتي. پاکستان د پخوا په شان د افراطي ډلو د مخنیوي په نوم پروژې اوس په امریکا، چین او عربو باندې نه شي خرڅولای او دا لاندې دلایل لري.
افراطي ډلې اوس په پاکستان باندې د پخوا په شان متکي نه دي او خپلې اړیکې یې په سیمه کې جوړې کړې دي. د بېلګې په توګه د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ په دوره کې طالبانو او مجاهدینو د دنیا سره او دنیا هم د دوی سره اړیکې نه درلودې نو هر څه د پاکستان په واسطه تر سره کېدل. د جنرال ضیاالحق یو شرط امریکا ته همدا و چې مجاهدینو ته به د امریکا مرستې یوازې د پاکستان د لارې تر سره کېږي او مستقیمه مرسته به نه کوي ځکه دوی بیا کنټرول له لاسه ورکوي.
په ۲۰۰۱ کال کې هم د دنیا او سیمې هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو یوازنۍ چینل د پاکستان له لارې و، خو کله چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې پرانیستل شو، امریکا، عربو او هم نورو هېوادونو لکه روسیې او چین هم له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او اوس د طالبانو استخباراتي شبکه له ډېرو استخباراتي شبکو سره مسقتیمې اړیکې لري او د پاکستان نفوذ د دوی په منځ کې د پخوا نه ډېر کم شوی دی. دا په دې مانا نه ده چې پاکستان اوس هم د طالبانو په منځ کې خپل اشخاص او ګروپونه نه لري، خو پر طالبانو د پخوا په شان بشپړ کنټرول نه لري.
اوس پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو ځینو مخالفینو سره چې په ملي ارزښتونو باور نه لري، د ډیورند فرضي کرښه ورسره مني، او د لر پښتنو حمایت نه کوي، اړیکې نیسي او هغه تقویه کوي ترڅو پاکستان وکړې شي چې په راتلونکې کې هم د افغانستان په مسایلو کې دخیل او کنترول ولري.
البته د پاکستان دغه زړه پالیسي چې افغانان سره په قومونو، سمتونو او ژبنیو اړیکو وویشي او بیا خپل کنټرول وساتي، په لاندې دلایلو د ناکامې سره به مخامخ کیږي.
لومړی: پاکستان په دنیا او سیمه کې د پخوا په شان ستراتیژيک ملګري نه لري چې د پاکستان پروژې په لوړه بیه واخلي تر څو پاکستان وکړې شي چې خپل پوځ او اقتصاد پرې تقویه کړي.
دویم: د طالبانو په ګډون افراطي ګروپونه او ډلې یوازې د پاکستان د چینلونو له لارې خپل فعالیت نه کوي او د دوی اړیکې په نړۍ او سیمه کې پراخې شوې دي.
درېیم: پاکستان د داخلي امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی او فکر نه کوم چې امریکا او یا بل هېواد د پاکستان د بقا لپاره پانګونه وکړي ځکه پخوانۍ ستراتیژیکه همکاري له دوی سره نشته. د پاکستان امنیتي وضعیت په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې ورځ تر بلې خرابېږي او د پاکستان نه د بېلتون غوښتنې مبارزه پیاوړې کېږي. د امنیت او سیاسي بې ثباتې سره اقتصادي وضعیت د پاکستان ورځ تر بلې خرابیږي او پاکستان تولیدي اقتصاد فلجېږي. په سیاسي لحاظ، پاکستان د پخوا په شان قوي سیاسي مشران نه لري او د عمران خان او پيټياېم مشران بندي کول، د سیاسي بې ثباتې یوه مهمه نښه ده.
څلورم: د پاکستان پوځ د پخوا په شان یو مقدس ارګان په پاکستان کې نه دی. د پاکستان د پوځ مشران په غټه کچه فساد کې دخیل دي او جنرالان یې اوس لوی سرمایه داران دي. د پوځ ښکته طبقه د پاکستان د پوځ د مشرانو دا فساد ګوري او هغوي لکه د پخوا په شان خپلو جنرالانو هر امر چې څنګه لازم وي، نه عملي کوي او ښکته طبقه هم په فساد کې د مشرانو سره دخیله ده.
پنځم: د ټولنیزو رسنیو او د پاکستان د پوځ سره د سیاسي ډلو د مخالفت له امله د پاکستان ولس او سیاسیون اوس ټول پوهیږي چې د پاکستان پوځ د غلطو پالیسیو له امله، پاکستان د ژور کړکېچ او ناورین سره مخامخ دی. څومره چې اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي، هماغومره د پوځ نه د پاکستان د ولس کرکه زیاتېږي. همدا علت دی چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر په تازه څرګندونو کې په دې خبره ډیر تاکید کړې چې د پاکستان د وجودي فلسقې په اساس باید د پاکستان نسلونو ته د پاکستان د موجودیت فلسفه وپېژندل شي که نه د پاکستان بقا له خطر سره مخامخ ده. لکه شرقي پاکستان، بنګلهدېش چې د پاکستان نه د پوځ او سیاسیونو د ناسمو پالیسیو له امله جلا شو، همداسې د دې وېره هم شته چې بلوچستان او خېبرپښتنونخوا هم یوه ورځ نه یوه ورځ له پاکستان جلا شي. په همدې خاطر، پاکستان اوس د طالبانو په عوض د طالبانو له مخالفو سره چې د افغانستان د هویت او د افغانستان د تمامیت مخالف دي، اړیکې ټینګې کړیدي تر څو په افغانستان کې داسي قوي حکومت رامنځته نشي چې بیا د پاکستان د بقا لپاره خطر وي.
شپږم: د افغانانو هغه ډلو او ځینو په نامه سیاسي څېرو باندې چې پاکستان اوس پانګونه کوي، هغوی د پخوا په شان په افغانستان کې نفوذ نه لري او د دغه ډلو مشران اکثره چاق شوي او د جنګ قوه نهلري. د پاکستان دا هلې ځلې هم د اوبو د زګ په شان هلې ځلې دي. همدا علت دی چې کله د پاکستان خاص استازی کابل ته او کله ترکیې ته منډې وهي. کله ځینې مشهوره فاسدې څېرې اسلاماباد ته دعوت کوي او له هغوی سره عکسونه اخلي چې وښایي پاکستان د طالبانو مخالفان تقویه کوي. پاکستان د ځینو په نامه له له افغان سیاسیونو سره اړیکې پخوا په پټه ساتلې، خو اوس علني د دوی سره عکسونه اخلي خو دا عکسونه اخیستل کومه ګټه نهلري.
د پورته دلایلو په اساس، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د پخوا په څیر رغنده او مهم رول نه لري. دا ښه خبره ده چې د افغانانو ځینو په نامه سیاسي څېرې چې د پاکستان نه دانه خوري، ورځ تر بلې رسوا کیږي او د هغوي خپل نفوذ د افغانانو په منځ کې له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هر مثبت او یا منفي بدلون چې راځي، د پاکستان نقش او نفوذ به د پخوا په پرتله ډیر کمرنګې وي. البته دا مهمه ده چې هغه افغانان چې ملي روحیه لري، سره متحد شي او خپله مبارزه په داخل او بهر کې منسجمه کړي. د عکسالعملي سیاست نه تېر شي او په ستراتیژیکه توګه د یو بل سره کار او یو بل حمایه کړي. که انسجام نه وي، په پراګنده توګه مبارزه به د افغانستان وضعیت نور هم د خرابې خوا ته یوسي.
یوازنۍ لار چې په کراتو کراتو مو تکرار کړې، هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې د یو بل منل او د قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته کېدل دي. دا نظام که هر څومره ژر رامنځته شي، دا د افغانستان او د ټولو افغانانو په خیر ده. د افغانستان د انزوا حالت چې دنیا یې په رسمیت نه پېژني، بانکي سیستم فلج وي او هره ورځ په سلګونو افغانان له هېواد نه وځي، دا حالت د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دی. د نفې او انحصار سیاست نه پخوا کار کړی او نه اوس ګټه لري. کله چې ولس ته مراجعه وشي، ولس پخپله ښه پرېکړه کولای شي او هغه کسان چې د ملي ارزښتونو په ضد دي، هغوي پخپله له صحنې څخه لرې کېږي.