افغان ابدالیان کرېکټ ملي لوبډلې نن د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته په۷ویکټو ماته ورکړه. په دغه سیالیو کې دا د افغان ابدالیانو لومړۍ بریا وه چې د ایرلند پر وړاندې یې ترلاسه کړه.
په دغه سیالۍ کې سوکه توپ اچوونکي قیس احمد د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپ اچونه وکړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه ترسره کړه.
نوموړي په ۸ اورونو کې د ۳۷ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي اوټ کړل او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دغه سیالۍ کې افغان لوبغاړو زبید اکبري او صدیق اتل تر نورو ښه توپ وهنه وکړه.
د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د نن ورځې لوبه کې د زبید اکبري توپ وهنه په زړه پورې وه چې نوموړي په ۸۴ توپونو د درې شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ ۷۶ منډې جوړې کړې.
تر دې وړاندې افغان ابدالیان لوبډلې په دغه سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي سریلنکا الف لوبډلې ته بایللې وه.