په ۲۰۲۴ کال کې؛ قزاقستان افغانستان ته د ۳۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه صادر کړي

۳ ورځې مخکې

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې قزاقستان افغانستان ته د ۵۲۳،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې ډېره برخه پکې اوړه او غنم دي.

د قزاقستان د سوداګریزو پالیسیو د پراختیا مرکز د رپوټ له مخې، په دغو صادراتو کې زیاتره برخه د غنمو او اوړو ده، چې صادرات یې۳۱۷،۳ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.

سربېره پردې، قزاقستان په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته د ۴۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غنم او د ۱۹،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت تېل صادر کړي دي.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې افغانستان له قزاقستان څخه د ۱۷،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، چې عمده واردات یې خواږ مشروبات، مېوې او د المونیم توکي دي.

د دواړو هېوادونو ټولیز سوداګریز حجم ۵۴۰،۵ میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.

د کاز ټریډ د معلوماتو له مخې، له افغانستان څخه قزاقستان ته په ۲۰۲۴ کال کې د مستقیمو پانګونو ناخالص جریان ۱۱ زره ډالره و، چې د پخوا په پرتله کوم بدلون پکې نه دی راغلی.

یاده رسنۍ وايي، چې له قزاقستان څخه افغانستان ته د صادراتو زیاتولو پوتانسیل ۱۱۳،۱ میلیونه ډالره ارزول شوی، چې دا د ګډې سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره فرصتونه رامنځته کوي.

قزاقستان سږکال د غلې دانې په صادراتو کې پام وړ زیاتوالی راوستی او افغانستان یې په ستراتیژیکو مارکیټونو کې شمېرل کیږي.

د قزاقستان د ریل لارې (KTZ) د معلوماتو له مخې، د کال په لومړۍ نیمایي کې (سپتمبر ۲۰۲۴ – فبرورۍ ۲۰۲۵) قزاقستان افغانستان ته ۲۴۸ زره ټنه غله صادره کړې ده، چې د تېر کال د ورته دورې په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

نور خبرونه

رادیو