افغانستان د ازبکستان د بهرنیو پانګه‌والو په نوملړ کې پنځم ځای ترلاسه کړی

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان پانګه‌وال د لومړي ځل لپاره د ازبکستان د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له پلوه د پنځو مخکښو هېوادونو په نوملړ کې شامل شول. لومړی ځای لا هم د چین پانګه‌والو دی، ورپسې د روسیې او ترکیې کمپنۍ دي.

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د رپوټ له مخې، په ازبکستان کې د افغان پانګه‌والو ۶۷۲ شرکتونه په بشپړې یا جزوي پانګونې ثبت شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې په ازبکستان کې ۱۵،۷۳۹ شرکتونه له بهرنۍ پانګې سره ثبت شوي دي چې۴،۰۳۱ پکې ګډ شرکتونه دي او ۱۱،۷۰۸ د بهرنیو پانګه‌والو څانګې دي.

رپوټ وايي، چې د مارچ په پرتله پر دې شرکتونو ۲۳۶ نور ور ډېر شوي، چې د ۱،۵ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.

چین لا هم خپل مخکښ مقام ساتلی دی. د چین د شرکتونو شمېر ۳،۷۱۱ ته رسیدلی دی، چې د تیرې میاشتې په پرتله ۱۳۵ زیاتوالی ښیي. په دویم ځای کې روسیه ده، چې په۳،۰۳۳ شرکتونو سره فعالیت کوي، ورپسې ترکیه ځای لري چې ۱،۹۴۲ شرکتونه لري.

قزاقستان په څلورم ځای کې دی، چې ۱،۰۸۲ شرکتونه لري او په شمېر کې یې بدلون نه دی راغلی.

جنوبي کوریا، چې مخکې د پنځو مخکښو هېوادونو په لړ کې ځای درلود، اوس په شپږم ځای کې ده.

دمګړۍ په ازبکستان کې ۶۶۳ کوریايي شرکتونه ثبت شوي دي، چې د مارچ په پرتله یوازې یو پکې اضافه شوی.

په لومړیو لسو هېوادونو کې نور هېوادونه متحده عربي امارات، تاجکستان، هند، امریکا او قرغیزستان او ورپسې اذربایجان ، بریتانیا او بیلاروس دي.

یاده دې وي چې مخکې راپور ورکړل شوی و چې په کابل کې د ازبکستان د ساختماني موادو د پلور تخصصي تجارتي مرکز جوړېږي.

نور خبرونه

رادیو