د امریکا د پوځ یوه پخوانۍ افسره چې څلور ځله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، د هغو افغان متحدینو په اړه ژوره اندېښنه لري، چې د موقتي خوندي حالت (TPS) د پای ته رسېدو له امله له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا اې بې سې نیوز د دغه هېواد له یوې پخوانۍ پوځې افسرې ربیکااېډمنسن سره مرکه کړي.
نوموړې په دې مرکه کې د امریکا پر حکومت په توندو نیوکو کولو سربیره ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د پخوانیو متحدینو لیږدول به هغوی او د کورنۍ غړي یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
اېډمنسن وايي:« هغه ښځې چې ما او زما همکارانو روزلې وې، بله لاره نه لرله پرته له دې چې له افغانستان څخه وتښتي، ځکه دوی د امریکا له پوځ سره تړاو درلود».
د راپورونو له مخې، تر یوې میاشتې به د افغان کډوالو لپاره د امریکا له خوا ورکړل شوی موقتي خوندي حالت (TPS) پای ته ورسیږي او هغه افغان کډوال چې د کډوالۍ بله لاره نه لري، ښايي له امریکا څخه وایستل شي.
اېډمنسن د نسسکټ میشن په نوم له یوې خیریه ادارې سره کار کوي او موخه یې د هغو افغان ښځینه سرتیرو مرسته ده، چې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلې وې او اوس د دوی د کار او تابعیت زمینه برابروي.
نوموړې وايي:« ما او همکارانو مې ګډ کار وکړ، څو دوی مو امریکا ته را و ایستل. هغه مهال ۴۰ کسان وو، خو دا شمېر اوس زیات شوی او تر ننه پورې یوازې شپږو ته دایمي (Green Card) ورکړل شوی دی.»
اندیښنې دادې چې د ټي پي اېس په پای ته رسیدو سره به هغه کسان چې په امریکا کې د پاتې کېدو بله قانونی لاره نه لري، بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولیږدول شي.
نوموړې وايي:« دوی هلته د ژوندي پاتې کېدو چانس نه لري. د دوی نوموونه او د کورنۍ غړي ټول طالبانو ته معلوم دي. نه یواځې به ووژل شي، بلکې دا به په خورا وحشیانه او عام ډول وشي، څو نورو ته پیغام ورکړل شي.»
د کډوالۍ د ملي فورم له خوا هم په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان لا هم بې ثباته دی او د بشري حقونو پراخي سرغړونې پکې روانې دي.
د امریکا د پوځ دغه پخوانۍ سرتیرې وايي:« موږ افغانستان ته ولاړو، بیا بیا مو د هېواد لپاره هلته دنده ترسره کړه او اوس داسې احساس کوو، چې دا هر څه بې ګټې وو. دا څه مانا لري؟، که څوک زموږ خبرې نه اوري حال دا چې موږ ورته وایو چې دا خلک ارزښت لري.»
پر همدغه مهال د ګلوبل ریفیوجي ادارې له ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره دې د ټي پي اېس موده وغځوي.
د موقتي خوندیتوب د لغو کېدو په پرورسه کې هغه کسان شامل دې، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان څخه تښتیدلي دي.
د کډوالۍ د ملي فورم د اټکل له مخې، شاوخوا ۸۰۰۰ افغان کډوال د امهال د TPS له لارې په امریکا کې مېشت دي.