ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو له چناق کلا او اماسیا ښارونو ۳۲ افغان کډوال نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ۲۲ تنه یې له چناق کلا څخه نیول شوي، چې په کې ۵ مېرمنې او ۱۰ تنه ماشومان هم شامل دي.
د یو بل راپور له مخې، د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې هم له یوه موټر څخه ۱۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
ویل کېږي، چې دغه کډوال استانبول ته د لېږدولو په حال کې و چې د پولیسو لهخوا ونیول شول او موټر چلوونکی یې هم عدلي او قضایي بنسټونو ته پېژندل شوی دی.
ترکیې هم د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په څېر د افغان کډوالو د اېستلو خبرداری ورکړی دی.
ترکي رسنۍ هم وخت ناوخت په دغه هېواد کې د پولیسو لهخوا د افغان کډوالو د نیونې خبرې کوي.
تېر کال هم په زرګونه تنه افغان کډوال د ترکيې په بېلابېلو ښارونو کې نيول شوي وو او د بهرنيو وګړو د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد په تېر کال کې ۱۴۱ زره او ۱۸۷ بې اسناده کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي.