په کندهار کې درملو سوداګر وایي، چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې یې د ثبت او د موادو د کیفيت معلومولو په نوم په ورځو ورځو موټر په ګمرک کې لمر ته درولي.
دغه سوداګر زياتوي، چې لمر ته په ولاړو موټرو کې درمل خپل کیفيت له لاسه ورکوي او دوی ته په زياته کچه مالي زيان رسيږي.
په کندهار کې د درملو څو سوداګرو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويل، چې د کندهار په ګمرک کې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې په زيات شمېر د درملو موټر د ثبت په نوم لمر ته درولي.
دغه سوداګر زیاتوي، چې دوی په لویې پانګونې سره دغه درمل له هندوستان څخه راوړي او اوس د طالبانو د بې غورۍ له کبله له سخت مالي زيان سره مخ دي.
سوداګر وایي، په کابل کې د درملو د موټرو د ثبت پروسه بنده ده، خو په کندهار کې طالبانو د پيسو د ترلاسه کولو لپاره نه ده بنده کړې.
سوداګرو په یوه ګډه اعلاميه کې ویلي: « دا تيره يوه مياشت د خوړو او درملو ملي ادارې د کندهار په ګمرک کې بې شمېره د درملو کانټينران درولي دي چې د هندوستان هيواد څخه راغلي دي، وايي ثبت او راجستر نه دي، بعضې کانټينران لمر ته ولاړ دي، دا د خلکو او سوداګرو سره ظلم دی، دا د تجار لپاره د سرمایې زيان دی.»
په کندهار کې دغه سوداګر نیوکه کوي، چې له کابل څخه د طالبانو د پلاوي په راتګ د خلکو سوداګريز توکي په ګمرکونو کې لمر ته ولاړ او بند وي.
طالبان د درملو د دغو بندو موټرو په اړه وضاحت نه ورکوي.
سوداګر زیاتوي چې که په ګمرکونو کې سړې خونې، د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوار، د مالیاتو کمول او معلومي ادارې جوړې نه شي ډېر ژر به دغه سیمه د درملو له کمښت سره مخ او سوداګر به له پانګونې لاس واخلي.