د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳کال په اکټوبر میاشت کې ویلي و، چې پلان لري په درېیو پړاوونو کې افغانان له دغه هېواده وباسي.
دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره دویم پړاو پیل کړی، چې ښایي د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې به د شاوخوا ۱.۶ مېلیونه بې اسناده او د (اې سي سي) کارت لرونکي افغانان اغېزمن کړي.
د دغو جبري اېستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر او ډیسمبر ترمنځ ترسره شو؛ چې په کې شاوخوا ۴۰۷۷۴۵ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول.
د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شو، تر ۱۳مې نېټې پورې نږدې ۶۰زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان دارنګه په ۲۰۲۳کال کې تر ۲۰۲۴ کاله پورې له ایران نه د راستانه شویو کډوالو شمېر لوړ ښودلی او تازه ایراني چارواکو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د اېستلو د زیاتولو پلانونه هم اعلان کړي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په ټولیزه توګه د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر او ۲۰۲۵ کال د اپرېل ترمنځ له ۲.۴۳ مېلیونو څخه ډېر بې اسناده افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له نیمایي څخه زیات ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میهیونګ پارک وویل: «د راستنو شویو کډوالو شمېر یو مېلیون ته ورسېده او ډېری راستنېدونکي کډوال د ژوند کولو لپاره هیڅ هم نه لري.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې اته د کډوالو د هرکلي مرکزونه لري، چې په کې راستنېدونکو ته خواړه، لنډمهاله سرپناه، روغتیایي پاملرنه او ټرانسپورټي مرستې ورکول کېږي.
دغه سازمان او شریکانو یې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو جبري ستنېدل سمدلاسه ودروي.