د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پيټيای ویاند شېخ وقاص اکرم وايي، د دغه هېواد مخکېني لومړي وزیر عمران خان د افغان کډوالو لپاره خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره د لا ډېر وخت غوښتنه کړې ده.
اکرم د سېشنبې په ورځ د خپلې اېکسپاڼې له لارې زیاته کړې، چې عمران خان د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې د تحریک انصاف ګوند له غړو سره په یوې لیدنه د دغه ګوند له مشرانو غوښتي، چې د خېبرپښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړي.
وقاص د مخکېني لومړي وزیر په حواله لیکلي دي: «د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ باید یو پرېکړهلیک تصویب کړي چې پهکې د افغان کډوالو د اېستلو د وخت تمدید غوښتنه وشي او فدرالي حکومت باید ایالتي حکومت ته اجازه ورکړي چې طالبانو سره وغږېږي، ځکه موږ د ترهګرۍ له امله سخت زیان لیدلی دی.»
د پاکستان تحریک انصاف یا پيټيای تر دې مخکې هم د افغان کډوالو د اېستلو مخالفت کړی. د خېبرپښتونخوا سر وزیر او د دغه ګوند غړي علي امین ګنډاپور هم څو ورځې مخکې د مرکزي حکومت پر دغه سیاست نیوکه کړې ده.
د پاکستان حکومت د اپرېل له پيل راهیسې د کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی او د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې لږترلږه ۶۰زره کسان افغانستان ته اېستل شوي یا ستانه شوي دي.