په ۲۲ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه دوه نیم میلیونه افغان کډوال ایستل شوي

۱۳ ساعتونه مخکې

د کډوالو نړېوال سازمان وايي، چې ایران او پاکستان په تېرو ۲۲ میاشتو کې دوه میلیونه او ۴۳ زره هغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل.

سازمان زياتوي، چې دغو هېوادونو ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه شړلي دي.

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پاکستان کې به د ۲۰۲۵ کال تر پایه د افغان کډوالو ایستل شاوخوا ۱،۶ میليونه کډوال او ای سي سي کارت لرونکې اغېزمن کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې (اپريل میاشتې له لومړۍ بیا تر ۱۳مې) له پاکستان نه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي، چې له ډلې يې د ۱۰ زره ۶۴۱ کسانو سره مرسته شوې.

یاد سازمان زياتوي، چې ایران هم په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي: « د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال تر اپريل پورې له پاکستان او ایران څخه له ۲،۴۳ میلیونه څخه زيات بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي. له دې شمېر څخه يې تر نیمايي ډېر ۵۴ سلنه په زور ایستل شوي دي.»

دغه سازمان زياتوي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له ۲۰۲۳ کال څخه پیل شوې او دوی هېواد ته له ستنو شویو یو میلیون افغان کډوالو سره مرستې کړې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار کې یې د کډوالو لپاره اته مرکزونه جوړ کړي، چې ستنېدونکو کسانو ته خواړه، لنډمهاله سرپناه، روغتيايي خدمات او د ترانسپورټ مرستې پکې برابریږي.

سازمان یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو جبري شړل سملاسي تر هغه مهاله ودروي، چې په افغانستان کې ددوی لپاره خوندي چاپيریال، شرایط او قانوني وضعت جوړيږي او دوی په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو