د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر شېخ حمدالله نعماني د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو عملیاتي چارو کمېټې مسوولینو سره په کتنه کې وویل، چې په جبري توګه راستنېدونکو کډوالو ته دې ژر تر ژره د دایمي استوګنې زمینه برابره شي.
نوموړي د سېشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) همداراز د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په چارو کې پر زیاتې چټکتیا ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد طالب چارواکي د طالبانو د دولتي ادارو د کلنۍ لاسته راوړنو، مهم فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د راپور ورکوونې په پروګرام کې ویلي و، چې دغه وزارت د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۴۶ چمتو ښارګوټي لري.
که څه هم له ایران او پاکستانه ستنېدونکو کډوالو او دغه راز کورنیو بې ځایه شویو ته ښارګوټي جوړ شوي او د یو شمېر نورو ښارګوټو د جوړولو چارې هم روانې دي، خو تراوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې راستانه شوي کډوال او بې ځایه شوي کسان په خېمو کې شپې سبا کوي.
راستنېدونکو کډوالو ته د ژر تر ژره دایمي استوګنې د جوړولو ټينګار په داسې حال کې کېږي، چې د افغان کډوالو د اېستلو د دویمې څپې له پیل راهیسې یوازې د تورخم له لارې ۸ زره کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
د پاکستان حکومت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په تېرو دوو ورځو کې د تورخم له لارې ۴۶۵۳ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي.
خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد کډوال په پښتونخوا، پنجاب او کشمیر ایالتونو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي او خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
له دې سره، د کډوالو نړۍوال سازمان بیا وايي چې ایران او پاکستان په تېرو ۲۲ میاشتو کې دوه مېلیونه او ۴۳ زره هغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو اېستلي، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل.
دغه سازمان زياتوي، چې دې هېوادونو ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه شړلي دي او په پاکستان کې به د ۲۰۲۵ کال تر پایه د افغان کډوالو اېستل شاوخوا ۱.۶ مېليونه کډوال او ای سي سي کارت لرونکي اغېزمن کړي.
د یادولو ده، چې په پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا د پولیسو له لورې کور په کور د افغان کډوالو تالاشۍ روانې دي.
زیات شمېر افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي او د دې ترڅنګ زیات شمېر لا هم د دوی لهخوا د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي، چې ډېر ژر به و اېستل شي.