د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي.
دغې کمېټې زیاته کړې، د سرې میاشتې نړۍوالې ټولنې سره په شریکه غواړي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي، څو د ۵۰ زره افغان کډوالو اوږد مهاله اړتیاوي پوره کړي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې اووه نیم لکه سویسي فرانک یې ځانګړي کړي، څو افغاني سرې میاشتې ته یې ورکړي.
د اعلامیې له مخې، دغه پیسې به بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د بېړنۍ روغتیایي خدمتونو، خوړو او د اوبو برخو کې ولګول شي.
په دغه اعلامیه کې راغلي: «افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوې لوړې دي. ډېرو په پاکستان کې خپل ژوند او شخصي مالونه پرېښي دي. ماشومان چې ډېری یې له مخکې له خوارځواکۍ سره مخ دي ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري. ډېری کورنۍ د سفر په جریان کې جلا شوي او د کورنیو اړیکو د بیا رغولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. اوږد مهاله مرستې ته به هم اړتیا وي ترڅو خلکو سره مرسته وکړي، چې په افغانستان کې خپل ژوند بیا پیل کړي.»
طالبانو هم په دې برخه کې د بېړني اقدام پر اړتیا ټینګار کړی.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور ویلي: " راستنیدونکي خلک د ډېرو ننګونو سره مخ دي، چې دوی نه شي کولی یوازې تګ و راتګ وکړي. ښځې او ماشومان د راستنېدونکو د پام وړ برخه استازیتوب کوي او د دوی خوندیتوب او هوساینې ته تضمین ورکول باید زموږ لومړیتوب وي. د یوه سیمه ییز سازمان په توګه چې په ټول هېواد کې شتون لري، زموږ موخه د خلکو سره د خپل ژوند د بیا رغونې لپاره سمدستي مرستې او اوږدمهاله مرستې چمتو کول دي."
په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې (IFRC) د نړۍوال فډراسیون د موقت پلاوي مشر احمد سلیمان د افغان کډوالو په اړه د بحران د احتمالي کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړي ویلي " دا متحرک وضعیت به په مېلیونونو خلکو اغېزه وکړي. سمدستي اړتیاو ته رسېدنه - لکه خواړه، روغتیا پاملرنې، او سرپناه - زموږ لومړیتوب دی، IFRC او ملي ټولنې د ARCS سره یوځای کار کوي ترڅو د دې ننګونو سره مبارزه وکړي او د اړتیا وړ خلکو سره مناسب ملاتړ چمتو کړي."
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې همداراز ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې شرایط د خوارځواکۍ د لوړې کچې او د اقتصاد د کړکېچن کېدو په ترڅ کې د ډېرو خلکو د دوامداره راستنېدو لپاره مناسب نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هم زرګونه کسان د بېلابېلو ستونزو له امله بې ځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې، شته بشردوستانه مرستې د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي او یوازې د ډېرو خلکو بېرته راستنېدو سره به ډېر فشار رامنځته شي.
د سره صلیب نړۍوالې کميټې په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان ته د راستنېدونکو خلکو د مخ په زیاتېدونکي بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي ملاتړ چمتو کړي.