د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

۴ ورځې مخکې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مراکش د ډلبندۍ په څلور اړخیزو سیالیو کې د چین فوټسال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله بېګا شپه له چینايي لوبډلې سره مخامخ شوه او په پای کې یې ۶-۲ په توپیر بریا خپله کړه.

د فوټسال ملي لوبډلې چین ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی.

د فوټسال په دغه سیالیو کې د افغانستان، پرتګال، چین او مراکش لوبډلو برخه اخیستې او دغه لوبې د مراکش په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان لوبډله په خپلې لومړۍ سیالۍ کې د پرتګال سره مخامخ شوه، چې د ۱-۳ په توپیر یې یې ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې دغې لوبډلې د اسیايي فوټسال سیالیو په مقدماتي پړاو کې ګډون وکړ او د سعودي عربستان، مکاو او اندونیزیا سره یې په یوه ډله کې سیالۍ ترسره کړې.

نور خبرونه

رادیو