د طالبانو ټولګټو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي چې یوازې ۴۵۷۸ ټُنه یې صادراتي توکي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه انتقالات د حیرتان بندر، اقینې بندر، تورغونډۍ بندر او خواف – هرات له لارې شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي وایي، چې د اورګاډي له لارې د ټرانسپورټ او صادراتو د حجم په زیاتېدو سره ډېری کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.
طالبان په داسې حال کې د کاري فرصتونو د ډېرېدو خبره کوي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د فقر، بې وزلې او بېکارۍ کچه مخ په لوړېدو ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز په یوه خپور کړي راپور کې وویل، چې د طالبانو سختو تګلارو او ناسم اقتصادي سیسټم، مېلیونونه کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستې دي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.
د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او نړۍوالې انزوا له امله د سلګونو زرو لوستو کارګرانو کډوالۍ او په افغانستان کې کار کولو ته د بهرنیو پانګهوالو لېوالتیا د دغه هېواد اقتصاد نور هم کمزوری کړی دی.
بل خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په يو راپور کې ويلي، چې د امريکا د بشرپاله مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.
دغه سازمان خبر ورکړی، چې دوی یوازې شپږ مېلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو وس لري او د بودجې د نشتوالي له کبله نشي کولای چې اته مېلیونه نورو افغانانو ته چې د لوږې ګواښ سره مخ دي مرستې ورسوي.
یاد سازمان همدا راز خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې د افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.