ایران هغو افغانانو ته د اېستلو ګواښ کړی، چې د جمهوریت له سقوط وروسته دې هېواد ته کډوال شوي دي.
ایراني چارواکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې تر پنځلسو ورځو دا هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.
په دغه هېواد کې افغان کډوال وایي، که ایران دغه پرېکړه عملي کړي نو ډېر خلک به له ګواښ سره مخ شي.
د ایران د سرشمېرنې ادارې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) یو شمېر افغان کډوالو ته فورمې سپارلي، چې ډکې یې کړي او وروسته له ۱۵ ورځو د جبري بېرته ستنولو کمپونو ته دې لاړ شي ترڅو افغانستان ته ستانه کړل شي.
په ایران کې مېشت یوه افغان خبریال له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «نن چې زموږ یو شمېر همکاران د سرشمېرنې فورمې نوي کولو ته تللي وو، یادې ادارې د سرشمېرنې د فورمونو او کاري کارتونو له سپارلو وروسته له ایرانه د وتلو فورمې ورکړي. په دې فورمه کې راغلي، چې له ۱۵ ورځو وروسته باید د کډوالۍ کمپونو ته تسلیم شي او له ایرانه ووځي.»
دغه خبریال د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې که ایران دغه پرېکړه عملي کړي د ډېرو هغو افغانانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي، چې د طالبانو له حکومته تښتېدلي او په ایران کې مېشت شوي دي.
د دغه فورمې یوه کاپي چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړې، پکې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو په اړه مالومات ورکړل شوي.
افغانستان ته د راستنېدو لپاره په دغه ۱۵ ورځیني لیک کې راغلي: «که دوی زده کونکي ولري، لیک د درېیو میاشتو لپاره اعتبار لري. د وتلو لپاره دوی باید کمپ ته ولاړ شي او خپل ځان معرفي کړي. که دوی د کار سپین کارټ ولري، نو باید په افغانستان کې د ایران سفارت او قونسلګرۍ نه د پېژندنې لیک په نوم یو لیک ترلاسه کړي، چې دوی ته اجازه ورکوي د کار لپاره بېرته ایران ته راستانه شي. البته یوازې د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ نارینه کولی شي بېرته راشي.»
د خبریالانو د خوندیتوب سازمان په نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعت ته پاملرنه وکړي او د یو بل ناورین مخه ونیسي.
دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. که د مهاجرینو وضعیت او د کډوالو د اجباري بېرته ستنولو خبرونه له ایران څخه خپاره نه شي، دا د رسنیو سانسور دی. که داسې نه وي، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت په پاکستان کې د کډوالو په پرتله خراب دی. خو تر اوسه هېڅ یوې ادارې یا ارګان د دغو ځورېدلو خلکو حالت ته پام نه دی کړی. مونږ هیله لرو چې د خبریالانو د خوندیتوب اداره به په دې برخه کې رهبري وکړي او د کډوالو په ځانګړې توګه په ایران کې د کډوالو غږ پورته کړي.»
ایران په داسې حال کې افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ټاکلی چې تر دې وړاندې پاکستان هم د کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.
که څه هم په پاکستان کې هغه افغانان چې په ویزو ژوند کوي، په جبري توګه نه اېستل کېږي خو حالات پرې سخت شوي دي.
دغه هېواد د شپږ میاشتنیو ویزو د تمدید موده یوې میاشتې ته راوستې او په خپل وخت هم نه تمدیدېږي، خو په ایران کې مېشت افغانان چې قانوني اوسېږي ورته امر شوی، چې له ۱۵ نه تر درېیو میاشتو دې دغه هېواد پرېږدي.