د امریکا افغان متحدین چې د ټرمپ د کډوالۍ اړوند (د جنورۍ ۲۰مې نېتې) له فرمان څخه اغېزمن شوي؛ اوس شېبې شماري څو د درې میاشتني ضرب الاجل په بشپړېدو سره ټرمپ ته د ارزوونکې ډلې لهخوا راپور وړاندې او دغه خنډول شوی بهیر بیا پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو چارو وزیر ته دنده سپارل شوې وه؛ څو د ۹۰ ورځو په اوږدو کې د کډوالۍ په تړاو تر څېړنو وروسته هغه ته یو هر اړخیز راپور وسپاري او بیا به یې پر بنسټ د کډوالۍ اړوند پروګرامونو په تړاو پر خپله نوې پرېکړه غور وکړي.
د ټرمپ د دغه پرېکړې له کبله نږدې ۲۰۰زره هغه افغانان چې په هېواد کې یې له امریکایي ادارو سره دندې کړې وې؛ د کډوالۍ اړوند پي ۱ او پي ۲ (P1,P2) کېسونه یې اغېزمن شول.
دغو افغانانو د ټرمپ د دغه پرېکړې خلاف دریځ ونیوه او په امریکا کې هم د کډوالو ځینو ملاتړو بنسټونو له سپینې مانۍ وغوښتل؛ څو افغانانو ته معافیت ورکړي.
د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو هم نیوکې وکړې، چې ټرمپ باید د امریکایي ماموریت د افغان متحدینو د ژوند خوندیتوب په موخه خپله شوې پرېکړې له سره و ارزوي او باید له ګواښ سره مخ دغه افغانان ژر تر ژره متحده ایالتونو ته ولېږدوي.
(د اپرېل میاشتې په ۲۰مه نېټه) د ټرمپ له لوري د کډوالۍ اړوند د درې میاشتني بندیز او ورته د راپور سپارلو موده هم مخ په پوره کېدو ده.
په پاکستان کې نږدې ۲۵زره افغانان چې دغه پروګرام ته منل شوي؛ په بې صبرۍ سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته سترګې په لاره دي.
د دغو افغانانو غوښتنه ده، چې دوی ته باید معافیت ورکړل شي؛ ځکه په پاکستان کې د دایمي استوګنې چانس نه لري او په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د امریکا د بیا مېشتیدنې پروسې په تړاو د افغانانو سره ډول ډول نظرونه دي؛ ځیني هیلهمن دي، چې ښايي ټرمپ به د افغانانو لپاره ځانګړی معافیت اعلان کړي او ځیني بیا د کډوالو اړوند د هغه توند دریځ ته په کتو ډېر هیلهمن نه دي، چې ګوندې دغه پروسه به بیا له سره پیل شي.
عبدالبشیر (مستعار نوم) نږدې درې کاله کېږي، چې په پاکستان کې د امریکا د بیا مېشتیدنې پروسې لپاره په پاکستان کې مېشت دی.
هغه لومړی په اسلام اباد کې اوسېدو؛ خو د افغان کډوالو د نیول کېدو او اېستل کېدو اړوند د پاکستان د تازه تګلارې له امله اړ شوی، څو د خېبر پښتونخوا ایالت پېښور ته کډه وکړي.
هغه وایي، له اقتصادي ستونزو سره سره له ډېرو کړاوونو سره مخ دی او هیله لري چې د ۹۰ورځو په پوره کېدو سره به د ټرمپ کابینه افغان کډوالو لپاره ټرمپ ته مثبت راپور وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه:« هلته ځیني امریکایان او د کانګرېس غړي زموږ ملاتړ کوي، الله مهربانه دی چې ټرمپ ته قناعت ورکړي او یو ښه زېری ترلاسه کړو».
د عبدالبشیر په څېر د زرګونه نورو افغانانو سترګې هم ټرمپ ته د سپارل کېدونکي راپور پر لور دي او په خورا بې صبرۍ ورته شېبې شماري.
د افغان اېواک په نوم یوه ټلواله هم هڅه کوی؛ څو د امریکا حکومت په دې قانع کړي چې خپل افغان متحدینو ته د بیا مېشتیدنې لړۍ پیل کړي.
په پاکستان کې د امریکا د افغان متحدینو له لوري د واټساپ بېلابېل ګروپونه جوړ شوي او هره ورځ پکې د بیا مېشتیدنې د بهیر اړوند زېري او له اندېښنو ډک خبرونه هم لاس په لاس کېږي. دغو ګروپونو کې د پاکستان دننه د دوی د ژوند د کړاوونو تر څنګ د پاکستاني پولیسو د اېستل کېدو عملیاتو په تړاو هم نهیلي کوونکي معلومات خپرېږي.
د متحده ایالتونو په سیاټل کې بیا یو فډارلي محکمې هم د ټرمپ د هغه پرېکړې مخالفت کړی، چې د افغانانو په ګډون یې د نړۍ په نورو هېوادونو د کډوالۍ پروګرام درولی دی.
دغه محکمې په یوې پرېکړه کې د متحده ایالتونو له حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره دې د بیا مېشتېدنې بهیر پیل کړي.
په امریکا کې د پوهنتون استاد نجیب الله ازاد په یوه ویډیوي پېغام کې هیلهمندي ښودلې، چې د بیا مېشتیدنې بهیر لپاره یو شمېر نادولتي بنسټونه د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې نوي تړونونه لاسلېکوي او ډېر ژر به د افغانانو د لېږد بهیر پیل شي.
ازاد ویلي، چې د ټرمپ حکومت دغه تړونونه اوس خپل حکومت ته نږدې نادولتي موسساتو ته ورکوي او تر دې وروسته به دا بهیر په کراه کراره پیل شي.
په اسلام اباد کې د امریکایي ځواکونو پخوانیو ژباړونکو، د امریکا ادارو پخوانیو کارکوونکو او د دوی متحدینو په وار، وار اعتراضیه ناستې هم کړې دي.
په دغو ناستو کې د متحده ایالتونو څخه غوښتل شوي، چې ورسره دې په شویو ژمنو وفا وکړي او دوه دې په دغه سخت وخت کې یوازې نه پرېږدي.
دغو اعتراضیه غونډو کې اندېښنه څرګنده شوې وه، چې د ورپېښو ګواښونو له کبله اوس دوی نشي کولای چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شي او که د پاکستان له لوري په جبري توګه واېستل شي؛ نو ښایي د طالبانو له مرګوني ګواښونو سره مخ شي.
بل لوري پاکستان د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېتې لوېدیځو هېوادونو ته وخت ورکړی، چې د بیا مېشتیدنې قضیې لرونکي افغانان دې له دغه هېواده تر یادې مودې وباسي او که داسې نشي؛ نو ښايي دوی یې بېرته افغانستان ته ډېپورټ کړي.