دریو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي، سعودي عربستان پلان لري چې پر سوریې د نړیوال بانک پاتې پورونه پرې کړي، چې دا به د بیارغونې لپاره د میلیونو ډالرو مرستو او د دغه هېواد له فلج عامه سکتور سره د ملاتړ لاره اواره کړي.
دا به د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته سوریې ته د ریاض لومړنۍ مرسته وي.
د سعودي د مالیې وزارت یوه ویاند رویټرز ته وویل، « موږ پر اټکلونو تبصره نه کوو، بلکې یواځې هغه وخت اعلان کوو چې څه رسمي شي».
دا کار ښيي چې ممکن د خلیجي هېوادونو ملاتړ، چې مخکې ځنډېدلی و، اوس د سوریې لپاره عملي کېدونکی شي.
له دې وړاندې دوحې یوه طرح وړاندې کړې وه، چې د سوریې د مامورینو معاشونه تمویل کړي، خو د امریکا د بندیزونو له امله ځنډېدلې وه.
تېره میاشت، قطر اعلان وکړ چې غواړي سوریې ته د اردن له لارې ګاز ور کړي، څو د دغه هېواد د برېښنا رسونې کمزورې چاره پیاوړې کړي. سرچینو روېټرز ته ویلي، چې دغه ګام ته واشنګټن شین څراغ ورکړی و.
د سعودي حکومت مطبوعاتي دفتر، د نړیوال بانک ویاند او د سوریې حکومت یوه چارواکي په دې اړه پوښتنو ته سملاسي ځواب نه دی ویلی.
سوریه شاوخوا ۱۵میلیونه ډالره پوروړې ده، چې باید پرې شي، څو نړیوال بانک سوریې ته د مرستو منظورول پیل کړي، خو دمشق د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخ دی او یو پخوانی پلان چې غوښتل یې دغه پورونه د بهرنیو شتمنیو په واسطه پرې کړي، نه دی عملي شوی.
دوو سرچینو رویټرز ته وویل، چې د نړیوال بانک چارواکو له سوریې سره د مرستې په هدف، د دغه هېواد د برېښنا شبکې د بیا رغونې او د دولتي کارکوونکو د معاشونو ملاتړ لپاره د مالي مرستو بحثونه کړي.
روېټرز تیره شنبه رپوټ ورکړی و چې سوریه پلان لري د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په پسرلنیو کلنیو غونډو کې د ګډون لپاره واشنګټن ته یو جګپوړی پلاوی ولېږي.
لا تر اوسه روښانه نه ده چې دغه پلاوی به له امریکايي چارواکو سره ویني او که نه.
د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال لګېدلي سخت بندیزونه لا هم پر ځای پاتې دي.
په جنوري میاشت کې امریکا له سوریې سره پر بشري مرستو د بندیزونو شپږ میاشتنی معافیت اعلان کړی و، خو دغه اقدام محدود اغېز درلود.
تیره میاشت امریکا سوریې ته یو لړ شرایط وړاندې کړل، چې د بندیزونو یوه برخه نرمه شي، خو د ولسمشر ټرمپ ادارې له نوي حکومت سره تر دې دمه لږ تعامل کړی.