د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد په کابل کې د بهرنیو مرستندویه ادارو سره په ګډه ناسته کې غوښتنه کړې، چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې وکړي. هغه له ستنېدونکو سره د بهرنیو موسساتو مرستې مهمې بللې دي.
د طالبانو یاد وزیر له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول غندلي او دا یې «ظالمانه» کار بللی دی.
هغه ټینګار کړی، چې بهرنۍ ادارې باید د ستنېدونکو د اړتیاوو پوره کېدو او ستونزو حل لپاره ځانګړې مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو سازمانونو هم په یاده ناسته کې له ستنېدونکو سره د مرستو په تړاو څرګندونې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مرستیال اندریکا راتوته خبر ورکړی، چې دوی چمتو دي؛ څو له۶۰۰زرو څخه تر یو نیم مېلیونو پورې ستنېدونکو ته خدمتونه او مرستې چمتو کړي.
په ناسته کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې له پاکستانه د کډالو په تازه لړۍ کې نږدې ۶۰زره افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوال په زوره له خپل هېواد ونه باسي او باید په خپله خوښه افغانستان اه راستانه شي.
هغه زیاته کړې، چې د کډوالو د ستنېدو بهیر باید د یوه منظم چوکاټ له مخې ترسره شي.
پاکستان پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې د اې سي سي کارت لرونکي شاوخوا اته سوه زره ثبت شوي کسان او لسګونه زره نور بې اسناده افغانان له خپل هېواده وباسي.
هره ورځ د ډیورنډ کرښې له بېلابېلو برخو څخه په سلګونه افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ستانه کېږي.
ویل کېږي، چې د طالبانو کمزوری اقتصاد د بېرته ستنېدونکو کسانو د ستونزو او اړتیاوو پوره کولو لپاره ځواب ویونکی نه دی چې له کبله به یې تازه ستانه شوي له جدي بشري ناورین سره مخ شي.
هممهاله یو شمېر بشري سازمانونو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په دغه ناورین ځپلو حالاتو کې د کډوالو ستنېدل په کور دننه د لوږې او بې روزګارۍ کچه لا پسې ډېرولای شي.