د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تردې مهاله پاکستان ۸۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

۲۲ ساعتونه مخکې

ډان ورځپاڼې د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې څخه تردې مهاله له ۸۶۰ زرو ډیر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یادو افغانانو له ډلې تر پنځه سوه زره ډير یې د تورخم له لارې ستانه شوي.

له پاکستان نه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې پیل شو.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې دغه هېواد له هغو افغان کډوالو څخه چې د (ACC) کارتونه یې لرل د اپریل میاشتې تر لومړۍ نېټې د وتلو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د د اپریل تر ۵مې نیټې ۸۶۱۷۶۳ افغانان له پاکستان نه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د رسمې شمېرو له مخې، له ۵۰۰ زرو ډیر افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د جمعې په ورځ ۴،۹۰۸ تنه افغان کډوال له پاکستان نه وتلي، چې له دې ډلې ۲،۴۷۵ کسانو د کډوالۍ اسناد لرل او په پاکستان کې په قانوني توګه اوسیدل او شاوخوا ۲۱۲۵ یې په خپله خوښه او ۳۵۰ تنه بیا په زور له پاکستان نه ایستل شوي دي.

همدارنګه په پاکستان کې د اوسیدو د قانوني اسنادو نه لرونکي شاوخوا ۲۴۳۳ افغانان هم د جمعې په ورځ بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې له دې ډلې ۱۹۱۳ په خپله خوښه او ۵۲۰ تنه نور بیا په زور ستانه کړل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې چې د اپریل په لومړۍ پیل شوي تردې مهاله ۱۶۲۴۲ افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي چې ۹۴۳۹ تنه یې په خپله خوښه او ۶۸۰۳ تنه یې په زور ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یواین اېچ سي ار او ای او ایم د معلوماتو له مخې، د مارچ له لومړۍ نیټې د اپریل تر پنځمې پورې شاوخوا ۱۹۳۳۴ افغان کډوال د تورخم، غلام خان، سپین بولدک، بادیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو پروګرام په‌ ډیر چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.

د رسمې شمېرو له مخې، د شنې په ورځ یوازې د تورخم له لارې ۲۷۵۸ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو