د کرکټ نړیوالې شورااعلان وکړ چې له خپلو شریکانو سره په ګډه د هغو افغان ښځینه لوبغاړو لپاره یو ځانګړی صندوق جوړوي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له هېواده وتلې او اوس جلا وطنه دي.
د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې، افغانستان شاوخوا ۲۵ رسمي قرارداد لرونکې ښځینه لوبغاړې لرلې، چې ډېری یې اوس د بشردوستانه ویزو له لارې په اسټرالیا کې مېشتې دي.
دا پرېکړه په هراري کې د ای سي سي د اجرایه بورډ له غونډې وروسته اعلان شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: « د دې نوښت په چوکاټ کې به ایسيسي یو ځانګړی صندوق جوړ کړي چې له لارې به دغو لوبغاړو ته مستقیم مالي ملاتړ برابریږي، څو د خپلې خوښې لوبې ته دوام ورکړای شي».
اسټرالیا او برېټانیا له افغانستان سره د ښځو د حقونو له امله دوه اړخیز کرکټ بند کړی دی او یوازې د ای سي سي په لوبو لکه نړیوال جام او د اتلانو جام کې ورسره لوبیږي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د ایسيسي مشر جې شاه وویل: « موږ ژمن یو چې شمولیت ته وده ورکړو او دا یقیني کړو چې هر کرکټ لوبغاړی، پرته له شرایطو، دا فرصت ولري چې وځلېږي».
هغه زیاته کړه، چې د خپلو شریکانو په همکارۍ، « موږ ویاړو چې دا دندهاو صندوق پیل کړو، چې له یوه پیاوړي لوړ فعالیتي پروګرام سره به دا یقیني کړي چې بېځایه شوې افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې وکولای شي خپله لوبیزه لاره تعقیب کړي».
دا نوښت د ښځو د کرکټ د دوام او ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د جګړې او محدودیتونو له امله جلا وطنه شوې دي.
فېروزه امیري، ناهیده څپاند او نورې ښځینه لوبغاړې اوس مهال په اسټرالیا کې جلاوطنه دي او په کلبي لوبو کې برخه اخلي.