د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه د توماس نیکلسون ماموریت په رسمي توګه پای ته ورسېد.
توماس نیکلسون د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي: "اروپایي ټولنه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي، د افغانستان خلکو ته ژمن دي، د خپلو ګټو او ارزښتونو دفاع کوي او د اروپايي ټولنې د شورا له پرېکړو سره سم له افغانستان او نړۍوالو شریکانو سره همکاري کوي."
نوموړي دغه راز ویلي، چې د ماموریت پای ته رسېدل یې په دې معنا نه دی چې ګینې اروپایي ټولنې په افغانستان کې خپل چلند ته بدلون ورکړی.
نیکلسون وایي، چې تر بل استازي د اروپايي اتحادیې د بهرني عمل خدمت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ډارین دریا دغه مسوولیت پر غاړه اخلي.
د افغانستان لپاره د اورپایي ټولنې دغه ځانګړي استازي د تېر جمهوري نظام پر مهال دنده پیل کړې وه، خو د څو میاشتو له دندې وروسته جمهوري نظام وپرځېد او د دویم ځل لپاره طالبان په افغانستان حاکم شول.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دغه ځانګړی استازی د طالبانو د حکومت له لورې د نجونو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ د معترضه ښځو او خپلسرو نیولو او نادرکه کولو سرسخت مخالف وو.
هغه د دې تر څنګ د طالبانو پر حکومت نیوکې کولې او ویلې یې چې دوی باید د خلکو په خوښه داسې حکومت جوړ کړي، چې د عامو خلکو رایه پکې شامله وي.