ایران دوه افغانان د نشه‌يي توکو په تړاو اعدام کړل

۱۳ ساعتونه مخکې

ایران د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) دوه افغانان د نشه‌يي توکو په تړاو په قزوین بندخونه کې اعدام کړل.

د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو د دې خبر په خپرولو سره د اعدام شويو کسانو نومونه «ربیع شاه‌مراد» او «وسیم احمد» یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغو کسانو ته د نشه‌يي توکو اړوندو تورونو په تړاو د اعدام سزا ورکړل شوې وه.
د دې راپور له مخې، ۲۷ کلن ربیع شاه‌مراد او ۴۰ کلن وسیم احمد د کندوز اصلي اوسېدونکي وو او درې کاله وړاندې د نشه یي توکو یوې ګډه قضیه کې نیول شوي و.
په راپور کې زیاته شوې، چې دغه کسان ماما او خوریی وو.
تر اوسه دا روښانه شوې نه ده، چې د محاکمې عادلانه بهیر تر کومې اندازې رعایت شوی او ایا تورنو کسانو مدافع وکیل ته لاسرسی درلود او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان د وري په ۲۱مه هم خبر ورکړ، چې د دغه هېواد حکومت د سعود میرزایي په نوم یو افغان وګړی د قتل په تور د شېراز په عادل اباد زندان کې اعدام کړی دی.
د ایران د بشري حقونو نړۍوال سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.

نور خبرونه

رادیو