اروپایي اتحادیې د طالبانو له خوا په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو د اعدام په غبرګون له دغې ډلې غوښتي، چې د اعدامونو سزاوې ودروي ځکه دا ظالمانه او غیر انساني عمل دی.
دغې اتحادیې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) په یوې بیانیه کې د اعدامونو په ترسره کېدو مخالفت څرګند کړ او دا عمل یې د انساني کرامت ښکاره نقض وباله.
په بیانیه کې راغلي: «مونږ په اصولي ډول د اعدام له مجازاتو سره چې هر وخت او هر ډول شرایطو سره ترسره کېږي مخالفت یو. دا مجازات ظالمانه او غیر انساني دي، دغه ډول اعدامونه نه شي کولی د جرم مخه ونیسي او د انساني کرامت ښکاره نقض دی.»
دې اتحادیې له طالبانو وغوښتل، چې د اعدام سزاوې ودروي او د لغو کولو په لور یې ګام واخلي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې قصاص کوي، بلکې دغې ډلې تر دې وړاندې هم ۶ کسان د مختلفو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د طالبانو له خوا د دغو اعدامولو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دا ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
د یادولو وړ ده، چې طالبانو د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور تنه د قتل په تور اعدام کړل.
د دغې ډلې محکمې وویل، چې دغو کسانو ته د «قصاص» سزا د ملا هبتالله له تایید وروسته ورکړل شوې ده.
تر دې مخکې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې اعدامونه غندلي او د دې سزا د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د دې غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکې» بللې ده، چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف چاره بللې وه.
طالبان وايي، قصاص «د ولس غوښتنه ده او کوم بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»