د افغان کډوالو ناورین؛ طالبانو له خیریه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو مرسته غوښتې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو عدلیې وزارت د جایدادونو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته امر کړی، چې راستنو شویو افغان کډوالو ته له کمېشن پرته او په ټيټه بیه کورونه په کرایه ورکړي.

دغه امر د کومې ځانګړې لایحې پرته ترسره شوی دی.

د طالبانو یاد وزارت همدا ډول له خیریه بنسټونو غوښتي چې افغان کډوالو سره مرستې وکړي او اړتیاوې یې پوره کړي.

دغه خبر د طالبانو په حکومت کې د مدیریت په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

سرچینې وایي، چې د طالبانو نظام په ټولو مدیریتي بستونو ملایان او وسله وال په دندو ګومارلي او دغه کسان د دې وړتیا نه لري، چې د کډوالو اړوند رامنځته شوی ناورین په سمه توګه مدیریت کړي.

د طالبانو عدلیې وزارت نن یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي: «لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر زیاتوالی موندلی؛ په داسې حال کې چې ګڼ شمېر دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د افغانستان په داخل کې هېڅ ډول امکانات او یا سرپناه نه لري، نو له همدې امله له ټولو خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو، چې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.»
دغه وزارت همدا ډول د جایدادونو له مالکانو او د معاملاتو لارښوونې له ټولو دفترونو غوښتي، چې راستنو شویو کډوالو ته جایدادونه په لوړه بیه په کرایه ورنکړي او کمېشن ترې وانخلي.

د افغانستان انټرنشنل ځينو سرچینو د طالبانو د عدلیې وزارت دغه اعلامیې ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د جبري بېرته ستنو شویو کډوالو څپه بحراني حالتو ته تلونکې ده او مدیریت به یې ناممکن شي.

یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه خپروو افغانستان انټرنشنل - پشتو ته وویل: «د طالبانو د نظام په نږدې ټولو بستونو ملایان، قاریان او د دوی وسله وال په دندو ګومارل شوي، دوی ناورین مدیریت کولی نه شي، دوی په دې نه پوهېږي چې دغه ډول بحراني حالاتو لپاره څه وکړي، څنګه د نړۍ مرستې راجلب کړي او څه ډول یې مدیریت کړي، ددې لپاره متخصص خلک پکار دي چې دغه ډول بحراني حالاتو ته د مدیریت پلان ولري او نړۍوالو ادارو ته یې وړاندې کړي چې مرستې پرې ترلاسه کړي.»

په دې وروستیو کې ایران او پاکستان په دغه هېوادنو کې د مېشتو افغان کډوالو جبري بېرته ستنول پیل کړي، په دغه دواړو هېوادنو کې په افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه شوې.

پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا د افغانانو د نیولو په موخه کور په کور تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان د پولیسو له لورې نیول شوي او په جبري توګه بېرته ستانه کړای شوي دي.

د خپرو شویو معلومات له مخې، په دې وروستیو کې پاکستان نږدې شپږ لکه افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

که څه هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دریځ په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې، خو لا هم دا لړۍ راونه ده.

د ملګرو ملتونو سازمان او د بشر حقونو نړۍوال سازمان د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول ودروي.

نور خبرونه

رادیو