د کرېکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو نړیوال جام د غوراوي لپاره د افغان لوبډلې مهالوېش اعلان کړ

۱۹ ساعتونه مخکې

د کرېکټ نړیوالې شورا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي لپاره د افغان لوبډلې مهالوېش اعلان کړ، چې له ۵ لوبډلو سره سیالۍ لري.

د دغه مهالوېش له مخې افغان لوبډله سبا له عمان لوبډلې سره خپله لومړنۍ سیالي کوي.

د کرېکټ نړېوالې شورا د معلوماتو له مخې، په دې سیاليو کې افغانستان، عمان، هنکانګ، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلې برخه لري.

هره لوبډله به ۴ سیالۍ تر سره کوي او مخکښه لوبډله به د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام ته لار پيدا کوي.

د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې کې تر سره کيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لا له وړاندې دې سیالیو ته ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې ۱۴ عمومي او ۳ احتیاطي لوبغاړي په کې دي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د دې سياليو د تیاري لپاره یې تمریناتي‌کمپونه کړي او د ښه لوبېدو لپاره زياتې هیلې لري.

نور خبرونه

رادیو