د پاکستان غوره لیګ دویمه او د نن ورځې سیالۍ کې، پېښور زلمي ټاس وګاټه او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. لومړی توپ وهنه کوټه ګلېډیټرز وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې.
د کوټې لپاره کپتان سعود شکیل او فن الن د ۸۸ منډو ملګرتیا وکړه.
سعود شکیل ۵۹ منډې او فین الن ۵۳ منډې وکړې.
حسن نواز ۴۱، کوشل مینډیس ۳۵ او رایلي روسو ۲۱ منډې وکړې. د پېښور زلمي لپاره علي رضا، سفیان مقیم او یوسف یوه یوه وېکټه واخیسته.
د ۲۱۷ منډو هدف په ځواب کې، د پېښور زلمي لوبډلې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
د زلمي لپاره صایم ایوب ۵۰ منډې، حسین طلعت ۳۵ او میچل اوون ۳۱ منډې جوړې کړې.
د پېښور زلمي ټوله لوبډله په یوولسم اور کې په ۱۳۶ منډو وسوځېده او لوبه یې وبایلله.
د کوټې لپاره ابرار احمد ۴، محمد عامر او عثمان طارق ۲، ۲ ویکټې واخیستې.