کریسټیانو رونالډو د هالیووډ سینما فلمي صنعت ته مخه کړې

۲ ورځې مخکې

پرتګالي فوټبالر کریسټیانو رونالډو په خواله رسنیو کې ویلي، د هالیووډ سینما له یوه مشهور فلمي لارښود سره یې فلمي صنعت پیل کړی چې د ده په ژوند کې یو په زړه پوری بدلون او نوی فصل دی.

د راپور له مخې؛ د فوټبال د دغه ستوري شتمني ۲۱۹ میلیارده ۹۷۳ میلیونه ۱۹ زره ۲۰۰ روپۍ ده او ویل کېږي، چې د هالیووډ سینما په ورتګ به یې شتمني نوره هم زیاته شي.

د فوربس مجلې په وینا، رونالډو د مشهورو فوټبالرانو د عایداتو په نوملړ کې تر ټولو زیاتو پېسو اخیستونکی لوبغاړی دی.

د رونالډو تېر کال عاید ۲۶۰ مېلیون ډالره اټکل شوی. په دې عايد سره کريسټيانو رونالډو د نړۍ تر ټولو زياتو پېسو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د رېپورټونو له مخې، رونالډو په هالیووډ کې پانګونه کړې چې له مخې به یې د نوموړي شتمني نوره هم زیاته شي.

دغه څلوېښت کلن فوټبالر د پېژندل شوي فلمي لارښود مېتیو وان سره یو ګډ فلم پیل کړی.

د راپور له مخې، رونالډو نږدې اته سوه مېلیون ډالره خالصه شتمني لري.

نور خبرونه

رادیو