ملګري ملتونه: په لسو ورځو کې نږدې ۴۵ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ستانه شوي

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یوازې د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېټې پورې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه شمېر له ډلې ۱۴ زره او ۱۰۰ کسان له پاکستان نه په زور ایستل شوي دي.

د یونسیار په راپور کې راغلي، چې په دې لس ورځې موده کې د افغان کډوالو د ایستل کیدو کچه د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له ورته مودې په پرتله ۳۱سلنه زیاته شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، یوازې د اپریل په پنځه لومړیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو پېښې ۱،۶۵۵ ته رسېدلي دي، چې دا د ۲۰۲۵ کال د نورو میاشتو پرتله تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور زیاتوي، چې تر اوسه پورې ټولټال ۸۹۸ زره او ۶۰۰ افغان کډوال له پاکستان نه بېرته خپل هېواد ته تللي دي، چې له دې ډلې ۵۵ زره او ۵۰۰ کسان په زور ایستل شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه اعلان وکړ، هغه افغان کډوال چې اسناد نه لري یا د افغان وګړو کارت (ACC) لري، باید د مارچ ۳۱مې پورې په خپله خوښه له پاکستانه وځي، ګنې له اپریل لومړۍ نېټې وروسته به په زوره له دغه هېواد څخه وایستل شي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته د پاکستان امنیتي ادارو د افغان کډوالو د نیولو اوایستل کیدو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

د افغان کډوالو د ایستلو دغه لړۍ د کډوالو د ملاتړ کوونکو نړۍ والو سازمانونو او د بشري حقونو د ادارو اندېښنې راپارولې او له پاکستانه یې غوښتي چېد کډوالو د نړۍ والو قوانینو د درناوي له مخې دې دا لړۍ ودروي.

نور خبرونه

رادیو