طالبان په کونړ کې د بېرته راستېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړوي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د کور او ښار جوړونې وزارت د بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل کړي.

ویل کېږي چې یاد ښارګوټې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ۳۷۴ راستنو شویو کورنیو ته به وویشل شي.

د راپور له مخې د ښارګوټي د چارو د پیل په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: «د دې ښارګوټي د جوړولو موخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه ده.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او په خبره یې دوی به یې چوپړ وکړي.

په همدغه غونډه کې د طالبانو د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو پر وړاندې ناسم چلند غندلی او زیاته کړې یې ده: «ګاونډي هېواد پاکستان ته دا نه ده پکار، چې په جبري توګه افعانان له خپل هېواد څخه ستانه کړي، ځکه چې دا د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل دی.»

طالبان په داسې حال کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د شړلو لوۍ پیل کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته ډیرې افغانان د طالبانو د سختو تګلارو له امله ناقانونه کډوالۍ ته اړ شول.

نور خبرونه

رادیو