د ترکيې زونګلدک ښار يوې محکمې د افغان کارګر وزير محمد نورتاني د وژنې تورنو کسانو ته د محکمې وروستی حکم صادر کړی.
په دې قضيه کې شپږ ښکېلو کسانو ته له يو کال او اته مياشتو نيولې تر پنځو کلونو او اته مياشتو پورې د بند سزا ورکړل شوې.
دغه حکم يو کال او پنځه مياشتې وروسته د (وري ۲۲مه) د جمعې په ورځ اعلان شو.
د محکمې د حکم له مخې، دوه تنه تورن کسان چې د «پرلهپسې بې غورۍ له امله د مرګ سبب جوړېدو» په تور نيول شوي وو،
په پنځه کاله او اته مياشتې بند محکوم شول. نور دوه کسه د اسنادو ورکیدو، پټولو او بدلولو په تور پر دوه کاله بند او يو بل کس په ورته تور باندې پر څلور نيم کاله بند محکوم شوی.
يو بل تورن کس چې ورته تور پرې وو، خو له محکمې سره يې همکاري کړې وه، په يو کال او اته مياشتې بند محکوم شو.
د وژل شوي وزير محمد نورتاني مېرمن قمر ګل په محکمه کې خپل خفګان څرګند کړ او وې ويل: «هر چا هر څه ويل، ثبتېدل، خو زه چوپه کړای شوم. زما غږ يې وا نه ورېد. موږ ته څو وارې د پيسو وړاندیز وشو، خو ومو نه منلو. موږ ویل عدالت غواړو او خپل حق هېڅکله نه بښم.»
د محکمې پر مهال د وژل شوي افغان کارګر د کورنۍ وکیل هم د قاضیانو پر چلند نیوکې وکړې، خو وروسته تر ناندریو د له تالاره وویستل شو.
دغه وکيل کريم بهادر شکر وويل، دا پرېکړه له عدالته ليرې ده او دی به دا دوسيه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته يوسي او پر قاضيانو به هم دعوه وکړي.