په مسکو کې د طالباتو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د دغه سفارت سفیر مولوي ګلحسن حسن د کوربه هېواد روسیې لپاره د قطر له سفیر احمد بن ناصر الثاني سره په تعارفي لیدنه کې د افغانستان اقتصادي ودې، پانګونې او ثبات په اړه غږېدلی دی.
د طالبانو په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې په دغه کتنه کې دواړو استازو د اسلامي ورورګلوۍ، دوستانه اړیکو او متقابلې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی. سربېره پر دې، د افغانستان د اقتصادي ودې، پانګونې او ثبات موضوعات هم د بحث یوه مهمه برخه وه.
په بیان کې راغلي، چې د طالبانو سفیر د قطر خلاف د اسراییل وروستی برید په کلکه غندلی او هغه یې د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض او د قطر پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی دی. په دې لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.