پاکستان د ایران له زینبیون ډلې سره د تړاو په تور یو کس نیولی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په کراچۍ کې یو کس د ایران ملاتړې زینبیون ډلې سره د تړاو په تور نیولی.

ایران دا ډله له پاکستاني شیعیانو د سوریې جګړې ته جوړه ده، خو په پاکستان کې هم پر ترهګریزو بریدونو تورنه ده.

پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې له قوله ویلي، چې اوسني نیول شوي کس هم په فرقه يي، هدفي او وسله والو وژنو کې لاس درلود.

نیول شوی کس سیدمحمد موسا رضوی نوميږي، خو په کامران مشهور دی.

په خبر کې ویل شوي، چې نیول شوی کس به تر پوښتنو وروسته اړوند ادارو ته وسپارل شي.

پاکستان د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه قدس پوځ پورې تړلی ملېشه ځواک زینبیون لېوا د "ترهګرو" ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېر کال ویلي، زینبیون لېوا د پاکستان سولې او امنیت ته زیان رسوونکو چارو کې لاس لري.

زینبیون لېوا په اسلام اباد کې د سني عالمانو شورا د مرستیال د وژلو په تور هم د دې ډلې یو کس نیولی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې نږدې کال مخکې هم په کراچۍ کې د زینبیون لېوا هغه ۷ غړي ونیول، چې په دغه ښار کې د ۱۷ کسانو د وژلو مسوول بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو