د پاکستان جیونیوز ټلويزیون ته د دغه هیواد استخباراتي سرچینو ویلي، چې د پاکستان استخباراتو د کراچۍ پر سټراټېژیکه پوځي هوايي اډه «مسرور» باندې د یوه لوی وسلهوال برید پلان شنډ کړی دی.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د دغه برید اصلي طراح د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې یو مهم قوماندان دی، چې دا مهال په افغانستان کې مېشت او د دغې ډلې د ځانمرګو بریدګرو مشري کوي.
د راپور له مخې د برید په دغه پلان کې ۹ کسان شامل وو، چې پنځه یې «افغانان دي» او مشري یې د پاکستاني طالبانو یوه لوړ پوړي وسله وال کوله.
جیونیوز زیاتوي، دغه کسان په وروستیو کې په ناقانونه توګه له افغانستان څخه پاکستان ته تللي وو.
خبر زیاتوي، دغو وسله والو پلان درلود چې د «مسرور» اډې دننه شي، کنټرول یې ترلاسه کړي، الوتکو او تاسیساتو ته زیان ورسوي او هلته اوږدمهاله وسله وال مقاومت وکړي.
د جیونیوز د خبر له مخې، دغو وسله والو غوښتل چې تر مرګه جګړه وکړي او تر ډېره ممکنه تاوانونه ورسوي.
خبر کې وړاندې راغلي، چې دغه برید د «ټي ټي پي» مشرانو تر مستقیم څار او شاوخوا ۱۳ میاشتو دقیق پلان جوړونې وروسته عملي کېده.
د دغې ډلې غړي د اډې نږدې سیمو کې مېشت شوي وو او د موقعیت پراخ استخباراتي سروې یې هم کړې وه. خو د پاکستان استخباراتو د دوی ټول خوځښتونه څارلي دي.
د جیوزنیوز د راپور پر بنسټ کله چې دغه وسله وال د برید وروستۍ مرحلې ته نږدې شول، د هېواد په کچه یو پټ، چټک او همغږی عملیات پیل شول او مشکوک کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو ونیول شول.
یادو عملیاتو نه یوازې د هوايي اډې له برید مخنېوی کړی بلکې دا ادعا شوې، چې د پاکستاني طالبانو یوه داسې مهمه شبکه یې هم له منځه وړې، چې په پخوانیو بریدونو کې هم ښکېل وو.
په دغو بریدونو کې یو یې د ۲۰۲۴ نومبر هغه برید یاد شوی، چې د کراچۍ «سایټ» صنعتي سیمه کې د چینايي انجېنرانو پر موټر ترسره شوی و.
تر اوسه پورې خپله تحریک طالبانو پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
جیونیوز د پاکستاني استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، د «ټي ټي پي» نیول شوی قوماندان د کراچۍ د همدې پلان اصلي طراح ګڼل کېږي.
امنیتي سرچینې وايي، نوموړی د چاودېدونکو توکو (IED) جوړولو کې خورا مهارت لري.
هغه په دې برخه کې یې روزنه د افغانستان دننه ترلاسه کړې او پخوا یې له افغان طالبانو سره اوږه په اوږده د ناټو له ځواکونو سره جګړې کړې دي.
د یادې پاکستاني رسنۍ راپور زیاتوي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې د دغه برید تر شا د یو شمېر بهرنيو استخباراتي ادارو لاس هم و، چې د مالي او لوژستیکي مرستو له لارې یې دغې ترهګریزې شبکې ملاتړ کاوه، څو پاکستان بې ثباته کړي.
د پاکستان امنیتي چارواکو یادونه کړې، چې ورته یو بل برید هم تېر کال د اکټوبر په میاشت کې شنډ شوی و، چې موخه یې په اسلام اباد کې د یوه مهم نړۍوال کنفرانس ګډوډول و.