د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې په یوې خبرپانه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت د کوز دیر ولسوالۍ په تېمرګره سیمه کې یې د «ټي ټي پي» یوه مهم غړی حفیظ الله کوچوان وژلی دی.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د یو لړ استخبارتي معلوماتو پر بنسټ کړي، چې د پاکستاني طالبانو د دغه مشهوري کس په ګډون یې د یادې وسله والې ډلې یو بل غړی هم وژلی دی.
ویل شوي، چې د «ټي ټي پي» دغو وسله والو له پاکستاني ځواکونو سره جګړه ییز مقاومت هم کړی و.
د پاکستان پوځ د حفیظ الله کوچوان پر سر د لس میلیونه پاکستاني کلدارو جایزه هم ټاکلې وه.
له دې سره سره هم په پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» بریدونه تر بل هر وخت پراخ او چټک شوي دي.
باورونه دا دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې متحدینو افغان طالبانو واک ته له رسیدو وروسته «ټي ټي پي» هم سترګې کړي او د پخوا په پرتله یې د جګړې لپاره کافي وسلې او امکانات هم ترلاسه کړي دي.
د پاکستان حکومت طالبانو ته ګوته نېسي، چې تر خپل سیوري لاندې یې د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد وسله والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه پلانوي. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې ده.
پر کابل د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لا په وار وار پاکستان ته په ټینګار سره ویلي، چې پر دوی دې د تورونو تپل کیدو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.
په پښتونخوا کې مېشت سیاستوالو په دغه ایالت کې له روانې نا امنۍ څخه شکایتونه کړي او نیوکه یې کړې، چې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په لوی لاس د پښتنو سیمه کې ناورین ته لاره اواره کړې ده.