په شلمه پېړۍ کې ژوند داسې نه و لکه نن. خلک به له خپلو ملګرو او خپلوانو سره مخامخ کېناستل، خبرې یې کولې او د سترګو په ژبې سره به یې احساس شریکاوه.

مګر نن ورځ، ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند یوه بنسټیزه برخه ګرځېدلې ده، د اړیکو، معلوماتو، سوداګرۍ، زده‌کړو او ان تفریح له‌پاره له همدې مجازي لارو کار اخلو. خو دا مجازي اسانتیاوې تل له پټو منفي اغېزو خالي نه دي.

رواني روغتیا زموږ د انسانۍ بقا لپاره تر ټولو مهم اساس دی. ټولنیزې رسنۍ، سره له دې چې اسانتیاوې رامنځته کوي، پر رواني وضعیت هم مستقیم تاثیر لري. نو دا مهمه ده چې د سکرین تر شا حقیقت درک کړو او پوه شو چې دا وسایل څنګه زموږ افکار، احساسات، عادتونه او حتی شخصیت بدلوي.

کله چې سکرین زموږ اراده تر خپل واک لاندې نیسي

دا له موږ ټولو سره پېښیږي چې وایو: «یوازې پنځه دقیقې فېسبوک چک کوم.» مګر کله چې له سکرین څخه سر راپورته کوو، ګورو چې یو ساعت تېر شوی وي. له دې وروسته، نه یوازې دا چې د پښېمانۍ احساس لرو، بلکې خفګان، فکري ګډوډي او داخلي فشار هم رامنځته شوی وي.

د ټولنیزو رسنیو ډیزاین داسې جوړ شوی چې زموږ د مغزو د انعام سیستم (reward system) سره لوبې وکړي. هر لایک، کمنټ او فالو زموږ مغز ته یو کوچنی د خوښۍ پیغام ورکوي او موږ بیا-بیا همغې تجربې ته تږي کوي. همدا علت دی چې ډېر خلک له دې وسایلو پرته نشي اوسېدای او دا د اعتیاد بڼه غوره کوي.

د ځان پرتله‌کول او رواني فشار

کله چې موږ د انسټاګرام یا ټیک‌ټاک په کتلو بوخت یوو، د نورو ښکلی ژوند، سفرونه، لباسونه، بدنونه، خوشاله شېبې وینو او په ناخبرۍ سره خپل ژوند ورسره پرتله کوو.
خو دا باید هېر نه کړو، چې ټولنیزې رسنۍ یوازې د ژوند “ځانګړې او ښې شیبې” ښيي، نه د ژوند ټول حقیقت. ډېری وخت دا ښکلاوې تنظیم شوې، فلټر شوې او ایډیټ شوې وي. خو زموږ مغز دا ټول د واقعیت په سترګه ویني او دا پخپله د ځان‌کم‌ارزۍ، خپګان او بې‌باورۍ لامل کېږي.

یو شمېر څېړنو ښودلې چې د ټولنیزو رسنیو ډېره استفاده، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ، له ژور خپګان، اضطراب او کمترۍ سره تړاو لري.

ټولنیزې رسنۍ او خوب

د سکرین شنه رڼا د خوب هورمون (Melatonin) تولید ټکنی کوي. له همدې امله، هغه کسان چې د خوب نه وړاندې سکرین کاروي، لږ خوب کوي یا له بې‌خوبۍ سره مخ وي. دا حالت د رواني ستړیا، غوسې، تمرکز کمښت او فکري ګډوډۍ لامل ګرځي.

سربېره پر دې، کله چې یو شخص د کار پر وخت څو- څو واره د ټولنیزو رسنیو پیغامونه، نوټیفیکېشنونه یا ویډیوګانې ګوري، نو د تمرکز توان یې کمېږي. د مغز توجه د دوامداره تمرکز پر ځای د ټوټو-ټوټو معلوماتو پر لور ځي، چې دا د تولید د کمښت لامل کېږي.

له سکرین سره هوښیاره اړیکه جوړول

موږ باید په دې پوه شو چې ټولنیزې رسنۍ ولې کاروو:

ایا موږ یوازي یوو؟

ایا ستاینې ته اړتیا لرو؟

ایا له واقعیت څخه تښتو؟

که یوازې وخت ضایع کوو؟

کله چې د دې پوښتنو ځواب ذهن کې واضح شي، کولای شو له ځان سره داسې بدیلونه ومومو چې زموږ عاطفي اړتیاوې پوره کړي، خو له تاوان پرته لکه: د عکسونو مینه‌وال کولای شي خپل انځورونه چاپ کړي او البوم ترې جوړ کړي، هغوی چې د سکون په لټه کې دي کولای شي طبیعت ته ووځي، د اړیکو لټوونکي کولای شي له نږدې دوستانو سره د چای یا قدم وهلو وخت وټاکي او د تخلیقي فکر لرونکي کولای شي لیکل، رسامي یا موسیقي پیل کړي.

ځان باید خپله وژغورو

ډېری کسان د ټولنیزو رسنیو له ډېرې کارونې څخه ناخوښ دي، خو نه پوهېږي له کوم ځایه یې کنټرول پیل کړي. بدلون د فشار، شرم یا ځان‌ملامتۍ له لارې نه، بلکې له پوهاوۍ، مهربانۍ او ژورې هوښیارۍ سره پېلېږي.

ځینې ساده ګامونه:

هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت خپل ځان له موبایل، کمپیوټر، ټابلیټ او نورو ټولنیزو رسنیو لرې وساتئ.

ټول غیر ضروري نوټیفیکېشنې بندې کړئ.

د خوب څخه یو ساعت مخکې د ټلیفون یا کمپیوټر سکرین مه ګورئ.

د پردې هاخوا وګورئ

ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند برخه ده، خو باید زموږ د احساساتو، افکارو او تخیلاتو واکمن نه شي. موږ د انتخاب ځواک لرو.

راځئ چې له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره محدوده او ښه استفاده وکړو، مجازي نړۍ په تعادل کې وساتو او له ریښتوني ژوند، طبیعت، خلکو او له خپل ځان سره ژوره اړیکه وپالو.

چېرته چې ریښتینې خوښي، سکون او ارزښت پروت وي، هغه نه د "لایکونو" په شمېر کې دی، نه د "فالوور" په ډېروالي کې، بلکې د ریښتینو اړیکو په ژورتیا، معنا لرونکو شېبو او خپلواکه فکرونو په ازاده نړۍ کې موندل کېږي.

نور خبرونه

رادیو