د نوبل دسولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د افغانانو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو له ستنولو تېر شي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په خطر کې دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د ژوند ساتنې او بشري حقونو د درناوي لپاره پکار ده چې د کډوالو له اېستلو ډډه وشي.
د ملالې بنسټ د جمعې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې دوی د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د دوامداره ایستلو اندېښمن کړي.
دغه بنسټ په اعلاميه کې زياته کړې، په ایستل شویو افغان کډوالو کې نجونې، ښوونکې او د ښځو د حقونو مدافعې شاملې دي او داسې هیواد ته لیږل کیږي چیرې چې د دوی حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د پاکستان دا اقدام له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او د زرګونو خلکو ژوند په خطر کې اچوي.
د ملالې بنسټ د رسنيو د راپورونو له قوله ویلي، چې لسګونه افغان فعالانې او د بشري حقونو مدافعین د هغو کسانو په ډله کې دي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په جبر ستنېږي.
په اعلاميه کې ویل شوي، چې ډیری دا ښځې اوس په پټه ژوند کوي او د خپلو فعالیتونو له امله د غچ اخیستلو ویره لري.
په اعلامیه کې ملالې یوسفزۍ ويلي: «د افغان کډوالو شړل په ځانګړي توګه هغه ښځې او نجونې چې له تاوتریخوالي تېښتي، نه یوازې د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره هیلې هم کموي.زه د پاکستان له حکومت غوښتنه کوم چې د هغو کسانو شړل ودروي، چې دلته د خوندیتوب په لټه راغلي دي.»
بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، چې د بیا میشتیدنې لارې پراخې کړي او د بې ځایه شویو افغانانو لپاره ملاتړ زیات کړي.
د ملالې بنسټ د پالیسۍ مشرې سحر حلیمزۍ وویل: «داسې رژیم ته د ښځو او نجونو لیږل چې دوی له عامه ژوند باسي، نه هم قانوني دي او نه هم د دفاع وړ. دا ایستنه له نړیوال قانون سرغړونه ده او د کډوالو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان میراث کمزوری کوي. هر ډول جبري شړل د ژوند په خطر کې اچولو او د راتلونکي د ویجاړولو معنا لري.»
سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی دی: «د ملالې بنسټ په نړیوال قانون کې د جنسیت د توپیري چلند د جرم په توګه د پیژندلو ملاتړ ته دوام ورکوي او د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو د سیستماتیک له منځه وړلو لپاره د نړیوال حساب ورکولو لپاره هڅې کوي.»
د ۲۰۲۵ کال په جنوري مياشت کې ملالې یوسفزۍ په اسلام اباد کې د نجونو د زدکړو په اړه د مسلم وړلډ لیګ په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړه او د افغان کډوالو جبري شړل یې وغندل.
ملاله یوسفزۍ د بشري حقونو یوه فعاله او د نجونو د تعلیم مدافع ده، چې په پښتونخوا کې زیږیدلې او د خپلو فعالیتونو له امله په ماشومتوب کې پرې وسله وال برید وشو.