طالبانو له بنګله‌دیش سره د نویو همکاریو غوښتنه وکړه

۲ ورځې مخکې

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د بنګله دیش له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو په موخه لیدلي. په دغه لیدنه کې د طالبانو سفیر له بنګله دیش هېواد غوښتي چې د افغانانو له‌پاره د ویزې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

احمد شکیب دغه لیدنه د اپرېل په ۱۱ په اسلام اباد کې د بنګله دېش هېواد له سفیر اقبال حسین خان سره ترسره کړې او د دوه اړخیزه همکارۍ ترڅنګ یې په حقوقي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ ژمنې کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ددغه لیدنې په اړه پر اېکس لیکلي: «په دې لیدنه کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ اړیکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي او تاریخي مشترکات، اقتصادي اړیکې، حقوقي خدماتو په شمول د افغانانو له‌پاره د بنګله دېش ویزې او یو شمېر نورو مسلو په اړه بحث وشو.»

د طالبانو سفارت ددغه ناستې پوره جزییات نه دي خپاره کړي.

بنګله دیش او افغانستان دواړه د سارک غړي هېوادونه دي خو د دواړو هېوادنو ترمنځ ډېره راکړه ورکړه نه ده ترسره شوې.

یوازې د کرېکټ سیالۍ دي چې د افغانستان او بنګله دېش هېوادنو نومونه یې د خبرونو سرټکي کړي.

په دې ورستیو کې بنګله دېش کې سیاسي وضعیت بدل شو، د حکومت پر ضد سخت لاریونونه وشول او ددغه لاریونو اود اوښتو زیاتو مرګ ژوبلو وروسته ددغه هېواد لومړۍ وزیره شیخ حسینه اړ شوه چې واک پرېږدي او هندوستان ته وتښتي.

نور خبرونه

رادیو