د پاکستان کرېکټ غوره لیګ لسم پړاو سیالۍ نن پيل شوې

۲ ورځې مخکې

د پاکستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې نن د کرېکټ غوره لیګ لسم پړاو سیالۍ د ۶ لوبډلو ترمنځ پيل شوې.

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ سیاليو کې د پېښور زلمي، کوټه ګلډيټرز، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټيډ او ملتان سلطان لوبډلې یو د بل سره لوبيږي.

لومړۍ لوبه به د پاکستان پر وخت د شپې ۸ بجې د اسلام اباد یونایټيډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ په راولپنډۍ کې تر سره شي.

په دې سیاليو کې د نورو بهرنيو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم ولوبيږي.

بابراعظم د پېښور زلمي، اسټراليايي لوبغاړی ډيويډ وارنر به د کراچۍ کینګز، محمد رضوان به د ملتان سلطانز، شاداب خان به د اسلام اباد یونايټيډ، شاهین افريدي به د لاهور قلندرز او سعود شکیل به د کوټې ګلډيټرز لوبډلو لوبډلمشران دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخي، چې دغه سیالۍ به راتلونکې مۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې دوام وکړي.

دغه سیالۍ به د کراچۍ، لاهور، ملتان او راولپنډۍ په لوبغاړو کې تر سره شي.

د سیاليو لومړۍ مقام ګټونکي ته به ۵ لکه او دویم ته به ۲ لکه ډالر ورکول شي.

نور خبرونه

رادیو