بریتانیا د افغان کډوالو لپاره بشري مرسته ۷.۵ میلیونه پونډو ته زیاته کړه

۲ ورځې مخکې

په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډيکسن د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبد‌الکبیر، سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغان کډوالو له‌پاره د بشري مرستو په برخه کې ۷.۵ میلیونه پونډ زیات کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ له رابرټ ډيکسن سره لیدلي او د افغان کډوالو او بشري مرستو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ډيکسن ويلي، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په تړاو یو «پروپوزل» جوړ شوی او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د طالبانو له مسولینو سره شریک شي. په دغه «پروپوزل» کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي.
رابرټ ډيکسن د بریتانیا د بشري مرستو د زیاتوالي ترڅنګ ویلي چې نړۍ له بشري بدلونونو سره مخ ده او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو څپه یو مهم بشري مسولیت دی چې باید د همغږۍ له لارې ورته حل‌لاره وموندل شي.
په دغه ناسته کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

مولوي کبیر د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې له افغان کډوالو سره د اسلامي او انساني ارزښتونو، د کډوالو اصولو او نړۍوالو بشري قوانینو خلاف تعامل ترسره کېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي چې په ټول هېواد کې یې د بېرته راستندېونکو افغان کډوالو له‌پاره ۴۶ ښارګوټي ځانګړي کړي دي چې دوی په کې ځای په ځای کړي.

پاکستان او ایران په دې ورستیو کې په دغه هېوادنو کې مېشت د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول پېل کړي.

له تېرو درې میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې د افغانانو کور په کور تالاشۍ روانې دي، افغان کډوالو د پولیسو له لورې نیول کیږي او جبري بېرته افغانستان ته ستنول کیږي.

د راپورونو له مخې پاکستان په تېره یوه میاشت کې نږدې شپږ لکه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو