د ازبکستان د کرنې وزیر ابراهیم عبدالرحمانوف په تاشکند کې د طالب پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان سره د اوبو لګولو سیستم او د «کرنیزو چارو» په ښهوالي کې همکاري وکړي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د کرنې وزیر په دغه ناسته کې پر دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تېره ورځ ویلي و، چې د دغه وزارت وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی تاشکند ته تللی دی.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، ازبکستان د کرنې په برخه کې د افغان متخصصینو د مهارتونو د لوړوالي لپاره د دوی د روزنې چمتووالی ښودلی دی.
د ازبکستان د کرنې وزارت وايي، د طالبانو پلاوي په دغه ناسته کې له وړاندیزونو هرکلی کړی او هغه یې «هیله بښوونکي» بللي دي.
بل خوا د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ازبکستان ته د عطاالله عمري د سفر موخه د کرنې په برخه کې په همکارۍ سربېره «د اقلیم بدلون او امو سېندییزې حوزې اوبو پر سرچینو د هغې د اغېزو په اړه بحث او د نظریاتو تبادله ده.»
که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دغې ډلې سره پراخې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.